ژوندژوند او ټولنه

د مغزي سکتې په مخنیوي کې مرسته کوونکي خواړه

څېړنو ښودلې چې سم خوراکي رژیم کولی شي د مغزي/ قلبي سکتې د امکان کچه راټيټه کړي

ډېری وګړي، په ځانګړې توګه په افغانستان کې په سمه ډول غذايي رژیم ته پام نه کوي او همدا لامل دی چې اکثره وګړي هغه مهال د خپلې روغتیا په فکر کې کېږي چې کله ناروغ شي او یا ورباندې مغزي سکته راشي. خو که چېرته موږ په منظم ډول غذايي رژیم ته پام وکړو او په منیو کې د اړتیا وړ خوراکي توکي ورګډ کړو، نو دا کار ددې لامل کېږي چې زموږ په روغتیا کې ګټور تمام شي او له دې خلاص اوسو څو د هرې عادي ناروغۍ څخه ډاکټرانو ته مراجعه وکړو.

د واشنګټن راډیو په راپور کې راغلي

د واشنګټن راډیو (wtop) په راپور کې وویل شول چې د نا اشباع شویو غوړیو، سرې غوښې، پروسس شویو کاربوهایډرېټونو سپینو اوړو ډوډۍ، سپينې وريځې…) خوړل، د ناطبیعي خوږو او ګاز لرونکو څښاکو څښل دې ناروغانو ته تاوان لري؛ خو په محدودلو سره یې خپل ژوند بچ کولی شي.

نور ولولئ: د ګیلاس او راسبېري له روغتیایي ګټو خبر یاست؟

دوی کولی شي د دې خوړو پر ځای ويټامینونه، معدني مواد، فایبر لرونکي خواړه؛ لکه: ترکاري، مېوې، غلې، اوربشې‌‌لرونکي غلې او ډوډۍ، پروټين چې غوړ یې لږ وي، د کب/ماهي غوښه… ځایناستي کړي.

د مالګې او اشباع شویو غوړیو په کمولو او د غلو، ترکاريو په کارولو سره دا ناروغان کولی شي چې د وینې فشار ۱۰ درجې راټيټ کړي. د روغ او سم خوړنیز رژیم کارول د هر ډول سکتې امکانات کموي.
د نا اشباع شویو غوړیو( زیتون، ماهي…) خوړل زړه ته ګټور دي.

د زړه روغ ساتلو لپاره مهم خواړه

د زړه روغ ساتلو لپاره دغه خواړه ګټه لري: ماهي، اوربشې‌لرونکي خواړه، توت، تریخ چاکلېټ، ویټامین سي، کچالو، سره بادنجان، بادام، پسته، غوزان…، نخود، لوبیا، زیتون غوړي، مېوې، ترکارۍ، ځينې کسان قهوه هم څکي.

د مغزي سکتې مخنیوي لپاره ګټور خواړه: بادام، ويټامین اي، ماهي، اوربشې‌‌لرونکې ډوډۍ، توره/سپينه لوبیا، خوږ کچالو، توت/ بلوبري، مېوې، ترکاري، لږ غوړ‌لرونکې شیدې.

د امریکا روغتیايي بنسټونو څېړنو ښودلې د هغه کسانو چې عمر یې لوړ وي او روغتیا یې د ډاډ وړ وي، باید هره ورځي سپرین ونه کاروي، یا یې کم وخوري. تر مغزي/ قلبي سکتې وروسته د سپرین ګټې په ډاګه شوي؛ خو هغه کسان چې سن یې تر ۷۰ لوړ دی، کارول یې د داخلي خونریزي امکان ډېروي چې دا خپله وژونکې ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button