روغتیاژوند او ټولنه

د ملاریا د مخنیوي لپاره د باکټریا طبیعي فشار موندل شوی

ساینسپوهانو د ملاریا د مخنیوي لپاره داسې د باکتریا طبیعي فشار کشف کړی دی

دوی داسې طبیعي فشار موندلی، چې په طبیعي توګه رامنځته کېږي او د غوماشو له لارې انسانانو ته د مالریا لېږد مخنیوي کې مرسته کولای شي.

دوی دا موندنه هغه مهال په تصادفي ډول وکړه، چې د غوماشو یوه ډله یې داسې حال کې ولیده چې د ملریا پارازیټ ته یې وده نه ورکوله. څېړونکي وايي، دا باکتریا د نړۍ له تر ټولو پخوانۍ ناروغۍ سره مبارزه کې یوه نوې اله ثابتېدای شي.

نور ولولئ: د موبایل څپې د انسانانو غږونه “کُرو” ته لېږدوي

د یادونې ده، چې ملریا هر کال په ټوله نړۍ کې نژدې ۶۰۰ زره کسان وژني. د نوې موندنې د خوندیتوب په هکله ارزونې پیل شوې دي.

دا نوي موندنه څه ډول لاسته راغله؟

په اسپانیا کې د درمل جوړونکي شرکت جي اېس کي ماهرینو پر درملو د تحقیق لپاره غوماشي یو ځای کړي و، خو هغه وخت یې نوې موندنې ته پام شو، چې د غوماشو دې ډلې ملریا نه لېږدوله.

د دې پروګرام مشره ډاکتره جانیت رودریګیوس په دې هکله وايي: په غوماشو کې د انفکشن کچه په کمېدو شوه او د کال په پای کې به غوماشي د ملریا له پارازیټه هېڅ نه اغېزمن کېدل. ”

د ماهرینو دې ډلې د ۲۰۱۴ کال تجربه کنګل کړې وه او دوه کاله وروسته یې د دې لپاره بیا کتنه ورته وکړه، چې معلومه کړي څه پېښ شوي.

په دې لړ کې نورو څېړنو ثابته کړه چې ټي سي ۱ په نامه باکتریا فشار چې په چاپېریال کې شته د غوماشو په کولمه کې د ملریا پارازیټ د ودې مخه نیسي.

بورکینا فاسو کې د دې نوښت د خوندیتوب په هکله څېړنه کېږي.

یاده باکتریا د غوماشو پارازیټ د لېږد وړتیا

په ساینس مجله کې نوې خپاره شوي معلومات ښيي چې دا باکتریا د غوماشو پارازیټ لېږد وړتیا تر ۷۳ سلنې پورې کموي. بورکینا فاسو کې اوس داسې تجربې کېږي چې په غوماشو کې د دې پارازیټ ودې مخنیوي کې دا ډول تخنیک څومره عملي او خوندي دی.

نور ولولئ: لرغونو مصریانو د مړو مومیا کولو کې کوم ډول طبیعي مواد کارول؟

تمه کېږي چې که د باکتریا پر بنسټ رامنځته شوی نوښت عملي او په یوه تولید بدل شي، په نړۍ کې تر ټولو له پخوانیو رنځونو د یوه مخنیوي لړ کې به یوه بله ګټوره اله د ماهرینو ګوتو ته ورشي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې ساینسپوهان د ناروغینو د مخنیوي لپاره نوي نوي څېړنې او موندنې کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button