کورني خبرونه

د ملي تدارکاتو کمیسیون: “د ۸میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ قراردادونه منظور شوي”

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۸میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۵ قراردادونه لاسلیک کړي دي

اخوا بیا کاروباریان وايي چې طالبانو په عادي کاروبار له ټولو اصولو خلاف او لوړه مالیه اخلي. دوی شکایت کوي چې طالبان یې عاید نه سنجوي، بلکې څه چې یې زړه وغواړي، هغومره مالیه ورڅخه ټولوي.

له دې وړاندې طالبانو د پژواک خبري اژانس یو خبریال په دې تور نیولی و چې پر مالیه یې راپور چمتو کاوه.

taliban2
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر

خو بل لورته د طالبانو ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون په بېلابېلو برخو کې ۲۵ پروژې منظور کړې دي.

ددې پروژو په پیل کېدوه سره خلکو ته کار پیدا کېدل

طالبان وايي د دغو پروژو په عملي کېدو سره به په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.

تر دې وړاندې هم طالبانو د ډیر شمېر پروژو د اعلان خبره کړې خو داسې کومه خپلواکه اداره نه ده موجوده چې د دغو پروژو د کار څرنګوالی او د لګښت څارنه وکړي.

نور ولولئ: ترکمنستان: موږ به د «لاجورد لار» د پراختیا په موخه ګډه ناسته راوغواړو

نور ولولئ: د نوي کابل پروژه کې درې نیم مېلیون تنو ته کورونه جوړیږي

نور ولولئ: اسلام اباد ټاپي پروژه مهمه بللې، او پر ژر پیل یې ټینګار کړی

د طالبانو د ریاست الوزراء مسوولان وایي، چې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون داتو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل.

taliban1
د ملي تدارکاتو کمیسیون: “د ۸میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ قراردادونه منظور شوي”

په دغو پروژو کې د غزني ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د پاتې ودانیزو چارو بشپړول، د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د پاتې چارو بشپړېدل، د کابل ښار د یو شمېر سړکونو بیارغونه، د کمال خان بند د درېیمې برخې پاتې چارو بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.

د ځینو پروژو قراردادونه لغوه شوي

د طالبانو ریاست‌الوزراء د سې شنبې په ورځ (د کب اتمه) نیټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کمیسیون له ۳۱ پروژو څخه د دغو ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د پنځو پروژو قراردادونه لغوه او د یوې پروژې قرارداد بیاځلې داوطلبۍ ته وړاندې کړ.

د خبرپاڼې له مخې، د یادو پروژو په پلې کېدو به سلګونو کسانو ته کاري زمینې برابرې شي. په خبرپاڼه کې د دغو پروژو د پلې کولو د پیل د کره وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.

په لورته مسلکي انجینران بیا وايي چې د سالنګ تونل په څېر د ځینو پروژو چارې معیاري نه دي، بلکې طالبانو یې د ځان په ګټه تبلیغوي تر څو په د ولس پام ځانته ته واړوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button