ستاسې اند او نظر

د ملي ټي وي سره د ریس جمهورغني مناظره

د خوست والي محمد حلیم فدايي پر خپل فیسبوک پاڼه ليکلي دي چې د ملي ټلویزیون سره د ولسمشر مناظره مې واورېده او وکتله؛ غواړم لنډه تبصره پرې وکړم.اول داچې د ملي ټلویزیون دغه مناظره کامیابه وه او په دغه مناظره کې هر ډول ګډونوال رادعوت کړي وو

ریس جمهور غني پوره صبر او تحمل سره ځوابونه ورکړل د خلکو پوښتنو نه او د دې ترڅنګ دا یو نمونه او مثال شو د پیان ازادي لپاره اوس باید دغه رقم د ميډیا ازادي نوره هم غځيږي او زیاته شي، ادوهم؛ د سولې په اړه د ریس جمهور غني دريز ډېر واضح او د نظام د ددوام بریالی انتقال یې بل ډېر مهم خبره وه. زما انګېرنه داده چې ولسمشر د خپلې دورې ترپایه سوله راولي او شاید د سولې د اتل لقب وګټي.

بله داچې ولسمشر سیاست په منطق او معقولیت او سټراټیژیک زغم ولاړ دی او پرمخ یې بیایي.څلورم؛ د ځوانانو او نوي نسل لپاره یې په سیاست او اداره کې پرځای کولو دومره زیاته قرباني ورکړه چې په لنډمهال کې ورته سیاسي ستونزې زېږولې دي اما په اوږدمهال کې د رهبریت د بحران تشه ډکه کړه.پینځم؛ له امرېکا او نوري نړۍ سره یې سیاست په ملي ګټو ولاړ دی او دا خبره یې ډېره مهمه وه چې موږ د جګړو لپاره ایتلافونه کړیدي؛ باید د سیمي لري او نېږدې هېوادونه د سولې لپاره ایتلاف ته راوبولو.شپږم؛ د سولې په اړه یې داسې دریځ ونېوه چې په هیڅ حالت د سولې جریان زیانمن نکړي کوم چې له سولې سره د نوموړي ژمنتیا ښیي.اووم :موږ له هر لورې په طوفانونو کې کشتۍ د بحر غاړې ته بیایو او ددې مدیریت لوړې او ژوري لري اما د یوه رهبر په توګه یې نوي نسل ته په دې طوفانونو کې ګېر ولس ته د هیلو پیغام درلود نه د ناامیدي.

اتم؛پلانونه مو جوړې کړیدی اما تطبیق یې د ټولو متقه کار دی؛ همداسې له فساد سره مبارزه یوازې په دولت کې نه باید د ملت په منځ کې هم ورسره مبارزه وشي.نهم؛ د ولسمشر له ځوابونو او فزیکي حرکاتو داسې برېښېده چې لا ځوانانو او ولس نوموړی او د نوموړي پیغام نه دی درک کړی او دې حالت یوڅه ځورولو.لسم؛ نوموړي د افغانستان د سیاسي، امنیتي، اجتماعي، اقتصادي، جغرافیایي او ملي هویت په اړه ډېر واضح پلان درلود اما ددې د تطبیق لپاره پیاوړو ادارو ته اړتیا لېدل کېږې.یوولسم؛ په خپلو منابعو اتکاء، پر ځان باور او له بهرنیانو بې نیازه کېدل او په عین حال کې له هغوی سره روابط تعریفول یې داسې پیغامونه ول چې داسې استقلال او ازادۍ واخلو چې له نورې نړۍ سره د همزیستي او ګډ ژوند سیاست په کې نغښتی وي.

اخیرۍ تبصره دا ده چې دخپلې دې دورې لپاره یې واضح اولیتونه لري او په سرکې یې د سولې راوستل. که ولسمشر نور هیڅ هم ونکړي او دې دوره کې یې سوله راوستله نور به د افغانستان لپاره دوهم احمدشاه بابا او د سولې تلپاتی اتل وي. په پای کې یې له کار، کور او کتاب سره مینه؛ ځوانانو او سیاستوالو ته یو بل غوره پیغام وو.

په دې اړه سوشل ميډیا کې هم عامو وګړو او سیاسي شنونکو تبصرې کړي دي بازې خلکو د کونړ استازي کاریاب صیب پوښتنې ستایلې دي او ویلي ېې دي چې د کاریاب پوښتنې داسې وې لکه د ټول ملت نماینده چې وي او بازې لیکلي وو چې د یو ځوانې خور پوښټنې د جرات نه ډکې پوښټنې وې او حقیقتونه ېېویلي وو بازې د ولسمشر خبرې وستایلې اووۍ وویل چې ولسمشر دا څرګند کړ چې ولسمشر ملت جوړونې لپاره ټينګه اراده لري

اوس مهال باید ټول سیاسیون ملت ته د ځواب ورکونې رواج قایم کړي او ټول مخور سیاسیون باید ملت ته د مناظرې لپاره ځانونه حاظر کړي ترڅو ملت د دولت او د سیاسي څېرو د سولې لپاره ټينګې ارادې نه خبر شي ]که اوس وخت د دې دۍ چې باید ټول اړخونه سولې ته ژمن اووسیګې ،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button