کورني خبرونه

د ملګرو ملتونو عمومی شورا د پخوانی استازی اسحاقزی حق کی پریکړه وکړه

 امریکا امریکا

د ملګرو ملتونو عمومي شورا  د افغانستان څوکۍ په تړاو د ځانګړې کومېټې پرېکړه تصویب کړه غلام اسحاقزی پر  خپلی څوکۍ پاتې شو د ملګرو ملتونو عمومي شورا  په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ د پرځول شوي افغان حکومت استازي غلام اسحاقزي ته د سپارلو په اړه  د باور ورکولو ځانګړې کومېټې پرېکړه تصویب کړه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ له رسمي ټویټر حسابه په یوه پیغام کې ویل شوي د ملګرو ملتونو عمومي شورا  د باور اسناد ورکولو کمېټې له اړخ د ملګرو ملتونو عمومي شورا  د ۷۶ می دورې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت استازي ته د باور ورکړل شوی لیک منلی. د یادونې  وړ ده چې  طالبانو تېره اګست میاشت کې واکمنۍ ته له رسېدو  څخه وروسته د خپل سیاسي‌دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په ډول  نومولی و.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

خو د ملګرو ملتونو دې ځانګړې کومېټې تېره چارشنبه پرېکړه وکړه چې په عمومي شورا  کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس مهال  لپاره افغان طالبانو ته نه ورکول کېږي .دا په دې معنی  وه چې د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازی غلام اسحاقزی به ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ساتي  چې نن دوشنبه د باور کمېټې وړاندیز له مخې رسماً تایید شوه د دې ځانګړې کومېټه کې د امریکا په ګډون روسیې، چین،‌ سویډڼ، بهاماس، بوټان، چیلي، نمیبا او سیري لیون هېوادونو استازي هم  شامل دي.

د افغانستان څوکۍ ته د طالبانو نومول شوي استازي سهیل شاهین تېره چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي د افغانستان وګړی حق لري چې یو  ازاد  هېواد ولري او د دې لپاره یې لسیزې مبارزه هم  کړې.‌

نوموړي زیاته کړی  پکار نه ده چې افغانانو باندې بندیزونه ولګول شي او په ملګرو ملتونو کې له خپلې څوکۍ  څخه محروم پاتې شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button