ستاسې اند او نظرنړیوال خبرونه

د مور نه ماشوم ته کرونا ویروس انتقاليږي

د نیا کې د کورونا وېروس په وجه روان وضعیت د ژوند ټولو پر ټولو اړخونو اغېز کړی. وګړي دې ته اړ شوي چې په خپله ناسته ولاړه، تګ راتګ او نورو برخو کې بدلون راولي او احتیاط وکړي. نو دې لپاره فکر کول ځکه اړین دی چې د کورونا وېرس له اوسپني نيولی تر پلاستيک او د انسانانو بوټانو پورې نښلي او ناروغي‌ رامنځته کولی شي. نغدې پيسې هم په هغو اړتیاو کې راځي چې وګړي يې په خپل ورځني ژوند کې خورا ډېرې کاروي

همدارازپه ډېر احتمال سره کرونا ویروس له مور څخه وړوکې ماشوم ته نه لېږدول کېږي، ځکه کرونا وایروس تنفسي دستګاه زیانموي. دا ویروس اوس مهال ډېر تنفسي دی، نو پر دې اساس کله چې مور د کرونا په وایروس اخته وي، کولای شي د تنفس له لارې، ټوخی یا د پرنجي سره ماشوم ته ولېږدول شي، خو کله چې ماشوم د مور په خېټه کې وي په ډېر احتمال سره نه لېږدول کېږي، خو کومې میندې چې په کرونا ناروغي اخته وي کېدای شي، د ډېرې تبې له یې امله ماشوم لمنځه لاړ شي.

څېړونکي وایي: “هغه میندې چې په کرونا ناروغۍ اخته کېږي، نو د ماشوم د زېږېدلو پر وخت ماشوم ته دا وایروس نه لېږدول کېږي، خو کله چې ماشوم ته شیدې ورکوي د هغه لپاره دقیقې څېړنې نه دي شوې چې د شیدو له لارې لېږدول کېږي که نه.”


ځینې سپارښتنې دي چې میندې باید خپل ځان او ماشوم ته پام وکړي:

څېړونکې وایي: “امیدوارې میندې ته باید سمې مشورې ورکول شي، چې هم دوی خپله او هم ماشوم یې تقویه شي، چې د دې ناروغۍ پر وړاندې یې ځواک  ډېر شي، سربېره پر دې چې سم ویټامین‌لرونکي شیان وخوري، باید له خپګان او سترس څخه هم لیرې اوسي، ځکه هغومره چې دا ناروغي خطرناکه ده، تر هغه تشویش یې ډېر دی، نو ځکه باید ډېر پام مو وي، ځکه دا هم د حامله ښځو په رواني حالت بده پایله درلودای شي.”

په منظمه توګه باید معاینه شي او د ساتونکې جامو څخه باید ګټه واخیستل شي.

هغه میندې چې نوی ماشوم یې پیدا شوی وي او کرونا وایروس ولري یا هم مشکوکه وي، نو باید په ځانګړې برخه کې د ۱۴ ورځو لپاره قرنټین شي.

په داسې مواردو او وخت کې ماشوم باید د مور شیدې ونه خوري. تر څو چې میندې یې په دې وایروس مشکوکې وي، نو ماشوم باید له موره لرې وي او په اړیکه کې ونه اوسي.
کله چې ماشوم پیدا شي او د کرونا ویروس نښې وروسته پکې ښکاره شي، نو دا ډېره د خپګان خبره نه ده، ځکه ماشومان داسې زر لمنځه نه شي وړلای.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button