ژوند او ټولنهسات تيري

د مینیک ډیپریشن پېژندنه او د هغه ډولونه

دا ماشومه ادیتي نومېږي او د خپلې مور پښتورګی داسې ورته پیوند شوی چې هېڅ ډول درمل نه خوري

اته کلنه ادیتي شنکر په بریتانیا کې لومړنۍ ماشومه ده چې د پښتورګو یو ځانګړي ډول ټرانسپلانټ یا غړي پیوند ورته وشو او اوس اوږدې مودې درملو اخیستو ته اړتیا نه لري چې د هغې بدن د زرع شوي غړي ردولو مخه ونیسي.

د “ګریټ اورمونډ سټریټ” روغتون ډاکټران وايي، چې دا لاسته راوړنه د نوي پښتورګي له ورکولو وړاندې د هغې د معافیت سیستم بیا تنظیمولو سره ترلاسه شوې.

نور ولولئ: لومړني روغتیايي خوندیتوبونو ته پاملرنه

ددې کار لپاره، دوی د هغې د مور د هډوکي نخاع (میرو) سټیم حجرې کارولې دي. مور یې خپلې لور ته پښتورګی هم ورکړی دی.

دا په دې معنا ده چې د ادیتي بدن نوی غړی کټ مټ داسې ومانه لکه د خپل بدن غړی یې چې وي.

ټول جانبي عوارض له منځه تللي دي

د ترانسپلانټ یا غړي پیوندولو په څو اونیو کې، ادیتي د درملو اخستل بند کړل چې د معافیت سیستم یې کمزوری کاوه، هغه اوږدمهاله جانبي عوارض له منځه ولاړل چې ددغو قوي درملو له کبله وو او معمولا باید ورځ‌ کې یو ځل یې درمل خوړلي وای،‌ چې د بدن له لوري یې د نوي غړي د ردولو مخه نیولې وای.

اوس ادیتي بېرته ښوونځي ته ستنه شوې ده او د معافیت سیستم او لګول شوی پښتورګی یې په عادي ډول فعالیت کوي.

ادیتي په یوه خورا نادره میراثي ناروغۍ اخته ده چې د اټومیمون سکلیټل ډیسپلاسیا په نوم یادېږي، چې د هغې د معافیت سیستم ورسره کمزوری کېږي او د پښتورګو د ناکامۍ لامل یې ګرځي.

نور ولولئ: په کورني ژوند کې د ښځې او خاوند تر منځ د خوشاله ژوند هنر

د ګریټ اورمونډ‌ سټریټ روغتون متخصصانو له نړیوالو همکارانو سره د نورو هغو ماشومانو د غړو پیوندولو ځانګړو عملیاتو د طریقې په اړه خبرې وکړې چې اتومیمون سلیټل ډیسپلاسیا یې درلوده.

په پیل کې، د ادیتي له مور دیویا څخه د هډوکي نخاع د سټیم حجرو په کارولو پیوند کړل شو چې د ادیتي د معافیت سیستم ور سره بېرته عادي حالت ته ستون شي.

شپږ میاشتې وروسته، هغه د پښتورګي لګولو عملیاتو ته چمتو شوه- پښتورګی خپلې مور ورکړی و، چې له نېکه مرغه د معافیت سیستم یې دغه غړی ومانه.

د هغې د مور خوښي

مور یې دیویا بي ای میډیا ته وویل: “ډېره زیاته خوشحاله وم چې د وینې ژونکې او پښتورګی ورکړم. د ستر ویاړ احساس کوم.”

ادیتي وویل چې د عملیاتو لپاره “ځانګړی خوب” پرې ورغلی و او اوس هغه روغه ده، وايي دا ډېر عالي کار و. دا زیاتوي “زه لامبو ته تللی شم”.

په “ګریټ اورموند سټریټ” روغتون کې د ماشومانو د پښتورګو د ناروغۍ متخصص پروفیسر سټیفن مارکس وايي ښکاري چې د ادیتي درملنه بریالۍ وه.

دی وايي: “دا په بریتانیا کې لومړنۍ ناروغه ده چې د پښتورګي زرع کولو یا پیوندولو عملیات کوي او له جراحۍ وروسته د معافیت ضد درملو ته اړتیا نه لري.”

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button