نړیوال خبرونه

د م.م د ښځو برخې مسئوله: افغانستان کې ښځې له جدي ناورین سره مخامخ دي

سیما بحوث وايي چې افغانستان د ښځو حقونو له جدي ناورین سره مخامخ دی او باید مخنیوی یې وشي

په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو سخت محدودیتونه وضع شوي چې د افغانانو په ګډون یې نړیواله ټولنه هم اندېښمنه کړي ده.

د طالبانو له لوري د ښځو اعتراضونه په شدت سره ځپل، زندانونو ته اچول، شکنجې ورکول او نور حرکتونه هغه څه دي چې افغانان او هره افغان کورنۍ یې مایوسه کړي ده.

پر همدې تړاو، د ملګروملتونو د ښځو برخې مشرې سیما بحوث د بشري حقونو له یو شمېر مدافعانو سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان لا هم د ښځو حقونو له قوي جدي ناورین سره مخ دی.

د جنسي اپارټایډ پر رسمي کېدو ټینګار

بحوث دا څرګندونې سې‌شنبه د کب پر ۲۲مه د ملګروملتونو د ښځو مقام کمېسیون د ۶۸مې ناستې په څنډه کې چې «په افغانستان کې د جندر له نظره د بشریت پر وړاندې جرم» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، کړې دي.

د هغې په خبره، په ټولو پرېکړو باید کې د ښځو د ونډې لپاره فضا پرانېستل شي.

نور ولولئ:  طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

نور ولولئ: ګوتریش: په افغانستان کې ښځې له عمومي ژوند څخه محرومې شوې دي

نور ولولئ: جوزپ بورل: په افغانستان کې له ښځو سره روان چلند له زغم وتلی دی

په ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ مشر نصيراحمد فايق هم په دې ناسته کې ویلي، افغانستان په نړۍ کې يوازنى هېواد دى چې ښځې پکې د زده‌کړو او کار له حقه محرومې دي.

taliban
طالب جنګیالی

ورته مهال، په دې ناسته کې د ښځو حقونو یو شمېر فعالانو د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې «جنسیتي اپارټایډ» بللی دی.

د م.م دا غونډه ولې رابلل شوې وه؟

د ملګروملتونو د ښځو مقام کمېسیون هم په یوې اعلامیې لیکلي، دا ناسته د نړۍوالې ټولنې له لوري د همغږۍ اقدام لپاره چې «جنسیتي اپارټایډ» د نړۍوالو حقوقي چوکاټونو پر وړاندې یو جرم دی، جوړه شوې وه.

د دغې اعلامیې پر بنسټ، نړۍوال حقوقي چوکاټونه اوس مهال د جنسیت له پلوه د بشري حقونو سرغړونو رسېدنې ته، پر ماهیت او کچې سمبال نه دي.

د دغه سازمان په خبره، د اپارټايډ او د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو کنوانسیونونه کولای شي په دې برخه کې په جلا ډول کار وکړي؛ خو یو جامع او قوي چلند ته اړتیا ده.

طالبانو د خپلې بیاځلې واکمنۍ راپدېخوا افغان ښځې او نجونې د زده‌کړو او کار له حقونو محرومې کړې دي.

په ورته وخت کې پر ازادۍ دومره محدودیت وضع شوی دی چې هېڅوک هم د خپل حق لپاره غږ نه شي اوچتولی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button