د م.م سر منشي: د دوحې په ناسته کې پر اړینو مسایلو هوکړې وشوې

د م.م سرمنشي انتونیو ګوتریش خبري ناسته کې د دوحې غونډه مهمه بللي او شوو هوکړو ته یې اشاره کړي ده
د دوحې د غونډې په دوهمه ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي د ګډونکوونکو هېوادونو ترمنځ د بحث شویو مسایلو مهم ټکي روښانه کړل.
هغه له ترهګرۍ سره مبارزه، د ټولشموله حکومت جوړېدل، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو حقونو خوندیتوب او یو سولهییز او نړۍ سره مدغم افغانستان هغه ټکي یاد کړل چې له قوله یې، نړیواله ټولنه پرې توافق لري.

طالبان او د نړیوالو اندېښنې
ښاغلي ګوتریش وویل، دا هغه څه دي چې لا عملي شوي نهدي او نړیواله ټولنه یې په اړه اندېښمنه ده.
هغه زیاته کړه: “طالبان فکر کوي چې د نړیوالو اندېښنو ته رسېدنه د دوی مسوولیت نهدی او بیا غواړي چې نړۍ یې په رسمیت هم وپېژني او نړیواله ټولنه بیا فکر کوي چې د دوی اندېښنو ته هېڅ رسېدهګي نهده شوې او په داسې حال کې دوی نهشي کولای د رسمیت پېژندنې لپاره تعامل وکړي.”
نور ولولئ: راتلونکو دوو ورځو کې، ۲۰ هېوادونو په دوحه کې د افغانستان په تړاو ناسته کوي
نور ولولئ: د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي تګلارې ګواښمنې وبلل شوې
نور ولولئ: د دوحې په غونډه کې محبوبه سراج وايي، طالبان ښځو ته سپکاوی کوي
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپلو خبرو کې پر دې هم تاکید وکړ چې افغانستان باید د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي او دوی داسې افغانستان غواړي چې له ځان، خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره په سوله کې وي.

د طالبانو غوښتنې له حقونو سره په تضاد کې
د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې په غونډه کې د طالبانو نهګډون ته په اشارې وویل، په غونډه کې یې د طالبانو د ګډون لپاره د هغوی داسې لیک ترلاسه کړی و چې غوښتنې یې د نورو افغانانو د حقونو د نقض په معنا او له نړیوالو اصولو سره په تضاد کې وې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د نوي استازي د ټاکل کېدو په اړه وویل، په دې اړه همغږي نږدې شوې او یو داسې با صلاحیته پلاوی به وټاکل شي چې د طالبانو په ګډون له ټولو لوریو سره ښکېل شي.
له دوحې غونډې مخکې د ملګرو ملتونو استازو څو ځله د طالبانو بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره ولیدل، خو په غونډه کې ګډون ته یې راضي نه کړای شول.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د راتلونکې سیاسي تګلارې یا نقشې یادونه هم وکړه، خو زیاته یې کړه په دې اړه لا اوږد واټن پاتې دی.