نړۍ خبرونه

راتلونکو دوو ورځو کې، ۲۰ هېوادونو په دوحه کې د افغانستان په تړاو ناسته کوي

راپورونه وايي چې راتلونکو دوو ورځو کې به دوحه کې ۲۰ هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه وکړي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند بیا وايي، د دغه سازمان سرمنشي به د یکشنبې پر ورځ په دغه غونډه کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړ شي.

تر راتلونکو دوه ورځو به د نږدې شلو هېوادونو استازي د افغانستان په اړه د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي.

رسنیو ته رسېدلی نوملړ ښیي چې د روسیې، چین، ایران، هند، جاپان، تاجېکستان، امریکا، فرانسې، جرمني، او اروپایي ټولنې په ګډون به د اتلسو هېوادونو ځانګړي استازي د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان خپلواکه ارزونه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند بیا وايي، د دغه سازمان سرمنشي به د یکشنبې پر ورځ په دغه غونډه کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړ شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک وویل: « لکه څرنګه چې مو د دې غونډې په لومړي اعلان کې یادونه وکړه، موخه دا ده چې د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو په پام کې نیولو سره، په یوې همغږۍ، منسجمه توګه او مناسب جوړښت کې د نړۍوالې ښکېلتیا د زیاتولو د څرنګوالي په اړه بحث وشي.»

نور ولولئ: طالبان د دوحې ناستې له اجنډا خبر نه لري

نور ولولئ: راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه

نور ولولئ: مسکو طالبانو ته: “روسیه به د دوحې غونډه کې د طالبانو د ګډون شرطونه م.م ملتونو سره بحث کړي”

دوجاریک زیاتوي، د ښځو د ستونزو اورېدو په موخه به ښځې هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

سټيفان دوجاریک څرګنده کړه: « لکه څنګه چې مو وویل، د استازو او مدني ټولنې ډلو ترمنځ به یوه غونډه جوړه شي چې په هغې کې به افغان ښځې هم ګډون وکړي. په دغه غونډه کې د افغان ښځو غږ اورېدل هم ډير مهم دي.»

د افغانستان په اړه د دوحې پر ناسته خبرې

ورته مهال، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي، عصمت الله ارګاشېف هم د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره په لیدنه کې د افغانستان په تړاو د دوحې پر ناستې خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: « دواړو لورو یادونه

hamid karzai!
په دوحه کې د افغانستان په تړاو د ۲۰ هېوادونو ناسته

وکړه چې دغه ناسته به د نړۍوالې ټولنې د کړنو په همغږۍ، په افغانستان کې د وضعیت د ثبات لپاره د اغېزناکې حل لارې موندلو او همدا راز افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو کې مهم رول ولوبوي.»

د سیاسي چارو شنونکي، ویس ناصري وویل: « د افغانستان په اړه د دوحې راتلونکې خبرې اترې مهمې دي. که طالبان هم په دغه کې ګډون وکړي ډېره ښه ده، ځکه چې وګوري چې نړۍ څه پرېکړه کوي.»

که څه هم طالبانو تر دې دمه په دغه غونډه کې د ګډون په تړاو تازه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې ویلي و چې په دوحې غونډه کې د ګډون شرایط یې له ملګرو ملتونو سره شریک کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button