نړیوال خبرونه

د ناروې کډوالو شورا: طالبان غواړي په نادولتي بنسټونو کې د ښځو فعالیت بېرته پیلولو ته موقتې حللارې ومومي

د ناروې کډوالو شورا (این ار سي) په نامه یوې مهې نادولتي موسسې مشر له طالب مشرانو سره له لیدنې وروسته ویلي، طالبان غواړي چې په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار بېرته پیلولو ته موقتې حللارې ومومي

یان اېګېلنډ وايي چې په کندهار کې یې له طالب مشرانو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې د ښځو د کار بیا پیلولو په تړاو یو مشخص وخت ورته وټاکي.

په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامزالاکبروف او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د حکومتي او نادولتي بنسټونو استازو د همغږۍ د يوې ګډې کمېټې په جوړولو هم هوکړه کړې.

نور ولولئ: ګوتریش: په افغانستان کې ښځې له عمومي ژوند څخه محرومې شوې دي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز موضوع چې د بشري مرستو رسولو او نادولتي بنسټونو په چارو کې د خنډ او ځنډ لامل شوه یو ځل بیا د نړیوالو او طالب مشرانو تر منځ په خبرو کې راپورته شوې.

د ناروې د کډوالو شورا په نامه نړیوالې موسسې مشر یان اېګېلنډ چې د دغه بندیز په لومړیو کې هم افغانستان ته راغلی و اوس یو ځل بیا په کابل او کندهار کې له طالب مشرانو سره په لیدنو کې هڅه کوي چې هغوی ښځو ته بېرته کار ته د ستنېدو اجازې او دغې چارې ته یوه ټاکلي مهالوېش ته قانع کړي.

هغه پر ټویټر لیکلي: ”په افغانستان کې د ښځو لپاره یوې سیاسي حل لارې، ديپلوماتیکو هلو ځلو او د بشري مرستو د اصولو له مخې په پراخه کچه مرستو بېرته پیلېدو ته بېړنۍ اړتیا ده.”

په ورته مهال، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي:

د حکومت د بېلابېلو ادارو او د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو استازو پرېکړه کړې چې د همغږۍ یوه ګډه کمېټه جوړه کړي.

په دغه غونډه کې د طالبانو د حکومت دبهرنیو چارو وزارت سرپرست او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی رامزالاکبروف تر مشرۍ لاندې د طالبانو د حکومت د بېلابېلو ادارو او د ملګرو ملتونو په ګډون د بېلابېلو نادولتي ادارو استازو ګډون کړی.

نور ولولئ: په افغانستان کې ۱۰۰۰ ښځې بندیانې دي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي چې په بهرنیو چارو وزارت کې په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ویلي چې د مرستو وېش په داسې ډول تنظیمول غواړي چې هم خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته شي او هم د اقتصاد څرخ وګرځي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ميتو مېلر ویلي:

امریکا په افغانستان کې د مرستو رسولو په بهیر کې د طالبانو د لاسوهنې له امله خپل ځینې پروګرامونه ځنډولي.

نور ولولئ: پر ښځو د طالبانو کاربندیز؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو عملیاتي چارو ارزونه پيل کړې

هغه زیاته کړې چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او هغه راپورنه يې هم رد کړل چې ګنې له دغو مرستو طالبان هم ګټه اخلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button