تجارت خبرونه

د ناروې ۱۰۰ او د جاپان ۳۵ میلیونه ډالره د مرستو کولو ژمنې

ناروې او جاپان ویلي چې دوی به له افغانستان سره مرستې وکړي

د افغانستان لپاره د ناروې له سرپرست سفير پال کلومان بکر وایي، چې هېواد یې له افغانستان سره د طبیعي پېښو د مقابلې او په جبري ډول خپل هېواد ته د استول کېدونکو افغانانو لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د هغه له قوله دا خبره، د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر په یوه اعلامیه کې خپره کړې او ویلي، چې د ناروې دغه استازي له مولوي کبیر سره په لیدنه کې دا معلومات ورکړي.

ناروې له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي

اعلامیه د نوموړي له قوله لیکلي:د ناروې شارژدافیر په دغه کتنه کې وویل چې هېواد يې له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او په دغه هېواد کې د امنیت د ټینګښت، اقتصادي پیاوړتیا د افغانیو د ثبات ساتلو، بیارغونې او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې پر شته پرمختګونو خوښ او ملاتړ يې کوي.

japan and norway1

د ناروې سرپرست سفير همدارنګه وويل چې په نړۍ کې پر روان کړکېچ سربېره افغانستان له نړۍ څخه نه دی هېر شوی او د فبروري پر ۱۸ نېټه به په دوحه کې د افغانستان په تړاو نړیواله غونډه ترسره شي.

نور ولولئ:  سیګار وايي، په انجیوګانو کې پر ښځو د طالبانو بندیز د نجونو لومړنۍ زده کړې اغېزمنې کړي

نور ولولئ:  سیګار وايي، طالبان د موسساتو‌ ادارو په چارو کې مداخله کوي

نور ولولئ: جاپان له افغانستان سره د ماشومانو د ملاتړ لپاره ۳۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه

بکر د نجونو لپاره د زده کړو او کار زمینې برابرولو غوښتنه هم وکړه.

ویل شوي، چې طالب مقام له ناروې څخه د مرستې مننه کړې او ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو ټینګار یې کړی او افغانستان کې یې د وضعیت ښه کېدو او لاسته راوړنو ډاډ ورکړی.

له افغانستان سره د جاپان ۵۸.۴ میلیونه ډالره مرستې اعلان

د جاپان ۳۵ میلیونه ډالري ژمنه

د طالبانو پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت وايي، جاپان ژمنه کړې چې په روان کال کې به ورسره ۳۶ مېلیونه ډالر مرسته وکړي.

د جاپان د بهرنیو چارو استازي ریویچي فونتسو کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، چې تېر کال یې له افغانستان سره ۵۸ مېلیونه ډالر مرسته کړې ده.

د طالبانو پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت ویلي، چې وزیر محمد عباس د جاپان د بهرنیو چارو په وزارت کې د منځني ختیځ د بهرنیو مرسته رسولو د دویمې برخې له مشر او د همدغه وزارت د درېیمې برخې له مشر کازوشي اېزوچي سره کتلي دي.

د خبرپاڼې له قوله ښاغلي اېزوچي ویلي، په پام کې ده د جاپان دغه مرسته شوې پیسې په بېلابېلو برخو ولګول شي.

دا رنګه ویل شوي چې جاپاني استازو ویلي، چې په بنسټیزو، پرمختیايي، او د وړتیاو د لوړولو په برخو کې به د افغانستان له خلکو سره مرستې کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button