د نجونو په اړه د طالبانو نوی فرمان

اړوند خبرونه:
د م.م د ښځو برخې مسئوله: افغانستان کې ښځې له جدي ناورین سره مخامخ دي
طالب چارواکی: هو، له یوې ښځې سره مې زنا کړي ده
د طالبانو مشر ملا هیبت الله آخوندزاده په یوه نوي فرمان کې ویلي، چې د کوژدې یا د نجلۍ د ورکړې پر وخت دې د نجلۍ سرپرست یا ولي له هغې سره مشوره وکړي او مثبت نظر دې ترې واخلي.
په فرمان کې همدارنګه راغلي چې د نجلۍ ولي نجلۍ د هغه له رضایت پرته جبراً چاته نه شي ورکولای او نه یې ورسره نکاح تړلی شي.
دا فرمان داسې مهال صادرېږي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق – یونسف وایي هر کال د نړۍ په کچه نږدې ۱۲ ملیونه نجونې د هغوی له رضایت پرته په اجباري ډول ودېږي.
ځينې راپورونه ښيي چې د دوحې تړون په نتیجه کې، پر افغانستان د طالبانو له تسلط وروسته د بې روزګارۍ او د نجونو د تعلیم بندیدو له امله د جبري ودونو کچه لوړه شوې ده.
په ځینو مواردو کې په کې طالب چارواکي او جنګیالي هم ښکېل بلل شوي دي.
د طالبانو مشر په دې فرمان کې همدارنګه د غږ، ډزو کولو او په زور د نجلۍ په نامه کولو مراسم هم منع کړي دي.
په فرمان کې راغلي چې که کومه نجلۍ د هغه له رضایت پرته په جبري ډول نکاح کېږي، د طالبانو حکومت ته شکایت کولای شي.