نړیوال خبرونه

د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د یوې اته کسیزې کمېټې جوړېدل

اسلامي امارت په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د بیاپرانیستلو لپاره د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم په مشرۍ یوې د اته کسیزې کمېټې له جوړولو خبر ورکوي. د دې کمېټې د جوړولو خبر داسې مهال ورکول چې له څه باندې ۲۵۰ ورځو راهیسې د نجونو زده‌کوونکو پر مخ لومړني ښوونځي او لېسې تړلې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنگانی وايي: «دا کمېټه اته غړي لري چې په دوی کې عالمان او پوهان شامل دي. دوی د نجونو لېسو د پرانیستل کېدو په اړه خپل کارونه تر یوه برید کړي او موږ تمه لرو چې دا ستونزه په بنسټیز ډول حل شي.»یو شمېر زده کوونکې وایي، له دې چې له زده کړو لېرې پاتې دي، ځورېږي او په بې‌صبرۍ سره په تمه دي چې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي. زده کوونکې حدیثه وايي: «هره هیله چې لرو، هغې ته ورسېږو، ځکه ښوونځی دی چې موږ کولای شو هر ډول پرمختګ وکړو، که ښوونځی نه‌وي، موږ هېڅ نه شو کولای پر مخ لاړ شو.»

زده کوونکې اورانوس وايي: «موږ د دویم امر په تمه یوو، ویل په‌دې اړه د علماوو شورا پرېکړه کوي یا همداسې نورو ریاستونو ته یې پرېږدي او موږ له اسلامي امارته غواړو چې زموږ ښوونځي پرانیزي.» له‌ دې سره هم‌مهاله یوه ډله ښځو نن د کابل په یوولسمه ناحیه کې د یوه اعتراض په ترڅ کې له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو ته د زده کړې د حق د ورکولو غوښتنه وکړه.

نور یی ولوله | نوین الحق دا ځل بیا ويټاليټي بلاسټ سياليو کې د ليسټر شاير لوبډلې سره لوبېږي

معترضه مونسه مبارز وايي: «د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره غږ پورته کول چې له تېرو نهو میاشتو راهیسي د دې خاورې اولاد او نجونې د جنسیتي توپیر له کبله له زده‌کړو راګرځول شوې دي.» معترضه شهلا وايي: «ولې په دې موده کې ښوونځي خلاص نه‌شول او د ښوونیز کال درېیمه میاشت پیل شوه، خو ښوونځي نه‌د‌ي پرانیستل شوي.»

په وروستیو نهو میاشتو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د نه پرانیستل کېدو په اړه پراخ غبرګونونه راپورته شوي. نړیوالو سازمانونو او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو او په هېواد کې ښځو او دیني عالمانو په ځلونو غوښتنه کړې چې ټولو نجونو ته دې ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button