Uncategorized

د نوي کابل پروژه کې درې نیم مېلیون تنو ته کورونه جوړیږي

د ځمکې او ښار جوړونې وزارت وايي چې د نوي کابل په پروژه کې د درې نیم مېلیون تنو ته سرپناه جوړوي. د دغه وزارت سرپرست زیاتوي چې د دغې پروژې له جوړېدو سره به، په کابل کې د سرپناه ستونزه حل شي او استوګنیز کورونه به تر رسمي پړاوونو وروسته هېوادوالو ته به اسناد ورکړل شي.

د نوي کابل پروژه او په دې پروژه کې به د استوګنې کورونه وپلورل شي

د ځمکې او ښار جوړونې وزارت د نوي کابل پروژې کار له سره پیل وي او په دغې پروژه کې د استوګنې کورونه به په قسطونو وپلوري. د دغه وزارت سرپرست وايي له هغې پراختیايي بودیجې سره چې سږکال یې په واک کې لري، په ټول هېواد کې به ۵۴۰ بیخ بیايي پروژې عملي کړي

نور یی ولوله | د پوهنې وزارت: د نجونو ښوونځي د ښوونیز نصاب په علت تړلي پاتې دي

نور یی ولوله | نایب دیویندر کمار ته ستا درناوی او مینه به هېره نه کړو

د ځمکې او ښار جوړونې وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني وویل:«د دغو پروژو عمده برخه روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، پوهنتونونه او جوماتونه جوړوي او نور په دولتي تاسیساتو کې د بېلګې په توګه ادارې، وزارتونه چې په ولایتونو کې ریاستونه جوړوي په دغې پروژه کې شاملېږي.

دا هم ولولئ:  دشاهد اپریدی لورد١٩کلو شوه

ښاغلی نعماني همدارنګه زیاتوي چې په ډېریو ښارګوټیو کې به کورنیو بې ځایه شویو ته د سرپناه زمینه برابره شي. هغه څرګنده کړه:«هر کډوال کولای شي چې له موږ او یا هم د کډوالو له وزارت سره په اړیکه کې شي او راشي ځان ته دوسیه جوړه کړي او هغوی ته کور ورکول کېږي. د نوي کابل پروژې کار کلونه مخکې پیل شوی؛ خو تراوسه ګټې اخیستنې ته نه دی سپارل شوی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button