Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

اقتصاد او سوداګري

د نړۍ پوځي لګښتونه تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي

د سویډن یو څیړنیز مرکز وايي، په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې په اروپا کې د پوځي لګښتونو په خورا زیات لوړوالي سره د پرله پسې اتم کال لپاره نړیوال پوځي لګښتونه ۲.۲۴ ټریلیون ډالرو ته ورسیدل چې عمده دلیل یې د روسیې او اوکراین د جګړې لګښتونه دي

د سټاکهولم د سولې نړیوال څیړنیز انسټیټیوټ (SIPRI) په یو وروستي راپور کې ویلي چې په نړیواله کچه حقیقي لګښتونه ۳.۷ فیصده ډیر شوي، خو په اروپا کې نظامي لګښتونه ۱۳ فیصده لوړ شوي دا په لږترلږه ۳۰ کلونو کې په کال کې ترټولو لوی زیاتوالی دی.

دې انستیتوت ویلي چې اوکراین سره پوځي مرستې او د روسیې له لورې د لوړ ګواښ په اړه اندیښنو د ډیرو نورو دولتونو د لګښتونو پریکړې په کلکه اغیزمنې کړي دي.

د سویډن د څار دغې خپلواکې ادارې ویلي، تېر کال د وسلو درې لوی مصرف کوونکي امریکا، چین او روسیه وو، چې د دوی ترمنځ د نړۍ ۵۶ سلنه پوځي لګښتونه شوي وو.

د سټاکهولم د سولې نړیوال څیړنیز انسټیټیوټ د پوځي لګښتونو او وسلو د تولید د پروګرام یو څیړونکي نان تیان وویل، دا زیاتوالی “د دې نښه ده چې موږ مخ په زیاتیدونکي ناامنه نړۍ کې ژوند کوو.”

نور ولولئ: روسیې په اوکراین کې هایپر سونیک وسلې کارولې

یو شمیر هیوادونو په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته خپل نظامي لګښتونه په پام وړ کچه زیات کړي، پداسې حال کې چې نورو د یوې لسیزې په موده کې د لګښتونو د کچې د لوړولو پلانونه اعلان کړل. د ګړندۍ زیاتوالي یوه برخه روسیې ته نږدې پرتو هیوادونو کې لیدل شوی؛ فنلنډ ۳۶ سلنه، لیتوانیا ۲۷ سلنه، سویډن۱۲ سلنه او پولنډ ۱۱ سلنه خپل پوځي لګښتونه لوړ کړي.

سویډن او فنلنډ په اوکراین باندې د روسیې د برید په پایله کې د لسیزو پوځي ناپیلتوب وروسته دواړو په ګډه د ۲۰۲۲ ميلادي کال په مې کې د ناټو د غړیتوب لپاره غوښتنه وکړه

په داسې حال کې چې فنلنډ ومنل شو، د ناټو د غړیتوب لپاره د سویډن غوښتنلیک د ترکیې او هنګري د مخالفت له امله په ټپه ولاړه دی.

د سویډن د څیړنیز مرکز د پوځي لګښتونو او وسلو د تولید د پروګرام څیړونکي لورینزو سکارازاتو وویل، “پداسې حال کې چې د ۲۰۲۲ په فبروري کې پر اوکراین د روسیې پراخ پوځي یرغل واقعا په ۲۰۲۲ کې د پوځي لګښتونو پریکړې اغیزمنې کړې، د روسیې د تیري په اړه اندیښنې اوږمهاله دي.”

د سټاکهولم د سولې نړیوال څیړنیز انسټیټیوټ وایي: “د پخواني ختیځ بلاک ډیرو هیوادونو له ۲۰۱۴ کال راهیسې خپل نظامي لګښتونه دوه چنده کړي دي؛ هغه کال چې روسیې د اوکراین کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه.”

نور ولولئ: شمالي کوریا تر اوبو لاندې اټومي ډرون وسله ازمایلې

روسیې هم خپل پوځي لګښتونه زیات کړي دي. دې انستیتوت وویل ددې هیواد پوځي لګښتونه په ۲۰۲۲ کې د اټکل له مخې ۹.۲ فیصده لوړ شول چې شاوخوا ۸۶.۴ میلیارد ډالرو ته ورسیدل. دا په ۲۰۲۲ کې د روسیې د ناخالص کورني تولید ۴.۱ فیصد سره مساوي دی چې د تیر کال په پرتله ۳.۷ فیصده لوړ شوي.

د سټاکهولم د سولې نړیوال څیړنیز انسټیټیوټ چې په ۱۹۶۶ کې تاسیس شوی، د شخړو، وسلو، د وسلو کنټرول او بې وسلې کولو په اړه څیړنو ته ځانګړی شوی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button