ټکنالوجي

د نړۍ یو پر دریمه برخه وګړي تراوسه انټرنټ ته لاسرسی نه لري

په نړۍ کي انټرنټ ته لاسرسی په ورځنۍ اړتیا بدل شوی دی. له دې سره بیا هم په ټوله نړۍ کي تر دوه نیم میلیارډ ډېر انسانان انټرنټ نه کاروي

یوازي په آلمان کي چي د نړۍ یو له پرمختللو هیوادونو څخه شمېرل کېږي، نژدې ۳،۴ میليون کسان، چې د ۱۶ او ۷۴ کلونو ترمنځ دي او تقریبا د دغه هېواد شپږ سلنه نفوس دی، هیڅکله يې د انټرنټ نړۍ ته سر نه دی ور ښکاره کړی.

دغه شمېره د آلمان فدرالي ادارې د دغه هيواد په ویسبادن ښار کي د سرشمېرني ادارې د یوې نظر پوښتني پرمهال په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې د ډله يیزو اړیکو وسایلو په اړه خپره کړې ده.

له انټرنټ څخه دغه لرې پاته شوي کسان اکثره د ۶۵ څخه تر ۷۶ کلنۍ پوري کسان دي. په آلمان کې هغه تر ۴۵ کلنۍ کښته کسان چي هیڅکله يې له انټرنت څخه کار نه دی اخیستی تر دوه سلنه لږ دي.

نور ولولئ: هغه هیوادونه وپیژنئ چې تر ټولو ارزان انټرنټ لري

د اروپايي ټولني په کچه په منځني ډول په سلو کي اوو کسانو هیڅکله د انټرنټ نړۍ ته سر نه دی ورښکاره کړی، خو دا شمېره د اروپايي ټولنې په بېلا بیلو هیوادونو کي توپیر لري، د بېلګي په ډول په یونان او پرتګال کي دغه شمېره په سلو کي ۱۴، په سکانډینا او همدارنګه په ایرلنډ کي بیا په سلو کي تر څلور کسانو لږ ده.

د فدرالي آلمان د سرشمېرني اداره د مخابراتو د نړيوالي ادارې«آی، ټي، یو»  د اټکلي شمېرو د راپور پر بنسټ په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د نړۍ په کچه د بشر یوې پر درېیمه برخې انټرنټ کارلو ته لاسرسی نه درلود.

په افغانستان کې هم تراوسه ډېر خلک د انټرنټ له خدمتونو لرې دي

په افغانستان کې هم له انټرنټه استفاده ډېره عامه ده او تقريبا د دغه هېواد ۷۰ سلنه وګړي يې له کارولو سره بلدتیا لري خو په ځينو لرې پرتو سيمو کې لاهم داسې کسان شته چې د انټرنټ له خدمتونو بې برخې دي.

نور ولولئ: د انلاین ازادۍ ساتنې پر وړاندې ګواښونه

بې سوادي او د خلکو ټيټ اقتصادي وضعيت د انټرنټ د کمې کارونې مهم لاملونه بلل کيږي. د دې تر څنګ په افغانستان کې د انټرنټ د پيرلو لوړې بيې هغه څه دي چې زيات خلک يې له انټرنټه لرې ساتلي دي.

که هم حکومت په وار- وار د انټرنټ د بيو د ټيټوالي او د کيفيت د ښه کېدو وعده ورکړې ده خو عملا خلکو تراوسه څه نه دي ليدلي.

په دې مانا چې تراوسه لږ تر لږه  ۲.۷ میلیارډه کسانو انټرنیټ نه دی کارولی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button