د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د دوو کارخونو د فعالیت پيل

ځړول شوی:جون 11, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

په صنعتي ښارګوټي کې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت دوې فابریکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

هېواد کې د اقتصادي کړکېچ په اوج کې، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې دوې کارخونې د څلور مېلیونه ډالرو په ارزښت فعاله شوې دي. دا کارخونې د نساجي او اکسیجن د تولید په برخه کې فعالیت کوي. د اکسیجن د تولیدي کارخونې مسوول ناصر ایوبي وايي:«موږ د ورځې کابو زر ډبې تولید لرو چې د هېواد د لوېدیځ حوزې اړتیاوې په بشپړه توګه رفع کوي او حتا کولای شوو ولایتونو او نورو حوزو ته هم واستوو.»

د پانګې اچونې او د تولیدي فابریکو په جوړولو کې د عامه ګټو زیاتوالی

د منځلو توکو د تولید کارخونې مسوول جاوېد قادري هم وايي:«موږ په لومړیو کې ۱۲ تر ۱۳ تنو پرسونل درلود چې اوس ۳۵ تنو ته لوړ شوی دی.» د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر چې د دغو کارخونو د پرانیستو په موخه هرات ولایت ته راغلی وایي، په وروستیو میاشتو کې پانګونو او د تولیدي کارخونو جوړولو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.

هرات په ځانګړې توګه د پانګونې لپاره ښه ځای دی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي وویل:«هغه وروڼه چې دننه په افغانستان کې دي او یا هم بهر دي او د پانګونې هوډ لري، ښه موقع ده. په ځانګړې توګه لرغونی هرات د پانګونې لپاره ښه او چمتو بستر دی.» د هرات د کانونو او صنایعو خونې رییس حمیدالله خادم وايي:«په درې او څلور میاشتو کې کابو ۲۰ سلنه کارخونې بېرته پرانیستل شوې دي او هیله لرو چې د کال تر پایه د ټولو کارخونو د پرانیستو شاهد واوسوو.»

نور یی ولوله | د قزاقستان ناسته؛ په افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه ده

 نور یی ولوله | د افغانستان د اقتصادي وضعیت په هکله د نړۍوال بانک اندېښنه

د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې ۲۰۰ فابریکې غیر فعالې شوې دي

د هرات د کانونو او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، وروستیو کلونو کې تر دوه سوه زیاتې کارخونې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې غیر فعاله شوې او خاوندانو یې خپلې پانګونې له هېواده د باندې ایستلې دي؛ خو یو شمېر نور پانګوال بیا په کور د ننه پانګونې ته هیله من دي. د مسوولینو په خبره، د دې کارخونو په فعالېدو سره، لسګونه کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې ده. د صنعتي کارخونې کارکوونکی وحید احمد احمدي څرګندوي:«موږ ۴۵ تنه یوو چې دلته کار کوو او د کار زمینه برابره ده.»

د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شو

بل خوا دلته د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شوی دی. هرات کې د صنایعو خاوندان له ګاونډیو هېوادونو د توکو له واردولو شکایت کوي. د درملو تولیدي کمپنۍ استازي محمد امین جامي وویل:«موږ له دغه حکومته تمه لرو چې ملاتړ مو وکړي چې دغه د لوړ کیفیت لرونکي توکي د افغانستان له پولې هم واوړي.»

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، تمه لري چې په هرات کې یو بل صنعتي ښارګوټي هم فعاله شي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، تمه لري تر راتلونکې یوې میاشتې یو بل صنعتي ښارګوټی هم په هرات ولایت کې فعال شي. دا ښارګوټی به د سیمټو پروژې ته څېرمه د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې جوړ شي. د دې ښارګوټي زیات شمېر کارخونې به د کورنیو کرنیزو توکو د بسته بندۍ په برخه کې فعالیت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.