لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې راجستان لوبډلې چينای لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ سياليو په دوام د دغه لوبلړۍ په ۱۸مه لوبه کې راجستان رويلس لوبډلې، چينای سوپر کينګ لوبډلې ته د لوبې په وروستي توپ ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د تېرې لوبې پچه د چينای سوپر کينګ لوبډلې لوبډلمشر ام‌اس ډوني وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.

راجستان رويلس لوبډله لومړی توپ وهنې ته رادعوت شوه، د نوموړې لوبډلې له لوري جوس بټلر، ډېوډټ پاډيکال او شېمرون هيټماير ښه لوبه وکړه. جوس بټلر په ۳۶ توپونو ۵۲ چټکې منډې، ډېوډټ پاډيکال په ۲۶ توپونو ۳۸ منډې او شېمرون هيټماير په ۱۸ توپونو ۳۰ ناسوزيدلې منډې جوړې کړې.

د چينای سوپر کينګ لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې رويندرا جديجا، ټوشر ډېشپنډا او اکاش سينګ ښکلې لوبه وکړه. جديجا په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، ډېشپنډا په ۴ اورونو کې ۳۷ منډې ورکړې او ده هم ۲ ويکټې ترلاسه کړې او اکاش سينګ بيا په ۴ اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې او د جديجا او ډېشپنډا پڅير يې ۲ لوبغاړي له ډګره بهر کړل.

د راجستان رويلس لوبډلې ۲۰ اورونو لوبولو وروسته چې ۸ لوبغاړي يې وسوزيدل ۱۷۵ منډې وکړې چې سيالې لوبډلې ته يې د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه

د چينای لوبډله د هدف پوره کولو په موخه ميدان ته راښکته شوه، د نوموړې لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې ډېون کانوې، لوبډلمشر ام‌اس ډوني او اجينکيا رهاني تر نورو ښه و. کانوې په ۳۸ توپونو ۵۰ منډې، ډوني په ۱۷ توپونو ۳۲ ناسوزيدلې او رهاني په ۱۹ توپونو ۳۱ منډې وکړې خو هدف ته ونه رسيدل.

نور ولولئ: د هندوستان کرکټ غوره لیګ سياليو په دوام؛ په تېره لوبه کې مومبيي اينډينس لوبډلې ډهلي کپيټلس لوبډلې ته ماتې ورکړه

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو ۱۵ لوبه ترسره شوه

د راجستان رويلس لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې رېويچنډرن اشوين، يزوېنډرا چهال او سنډيپ شرما ښه ولوبېدل. اشوين په ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، چهال بيا په ۴ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او ده هم ۲ ويکټې ترلاسه کړې او شرما بيا په ۳ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

لوبه د راجستان رويلس لوبډلې د ۳ منډو په توپير وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی رېويچنډرن اشوين وټاکل شو چې ښکلې توپ اچونه او ښه توپ وهنه يې وکړه.

د نننۍ لوبې له حاله هم خبر شئ

نن په آی پي اېل سياليو کې يوه لوبه ترسره کيږي چې پنجاب کينګز لوبډله له ګجرات ټايټنس لوبډلې سره مخامخ کيږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button