Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سپورټ

د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره ورځ دوه لوبې ترسره شوې

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې تېره ورځ دوه لوبې ترسره شوې چې په لومړۍ لوبه کې رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې راجستان رويلس لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې چينای سوپر کينګ لوبډلې کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې له ماتې سره مخ کړه

د تېرې ورځې د لومړۍ لوبې پچه د راجستان رويلس لوبډلې لوبډلمشر سنجو سمسون وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د آی پي اېل سياليو په ۳۱ مه لوبه کې رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه چې د دوی له لوبډلې ګلين مکسويل، فاف ډوپليسېس او ډېنېش کارټيک ښه توپ وهنه وکړه. مکسويل ۷۷ منډې، ډوپليسېس ۶۲ او کارټيک ۱۶ منډې جوړې کړې. بنګلور لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۸۹ منډې يې جوړې کړې چې سيالې لوبډلې ته يې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه چينای سوپر کينګ لوبډلې سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د راجستان رويلس لوبډلې له لوري ټرينټ بولټ، سنډيپ شرما او يزوېنډرا چهال ښه توپ اچونه وکړه. بولټ او شرما دوه-دوه ويکټې او چهال يوه ويکټ ترلاسه کړه.

د راجستان رويلس لوبډلې په ځواب کې ۱۸۲ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۷ منډو په توپير وبايلله. د راجستان په لوبډله کې ډېوډټ پاډيکال، يشاسوي جيسوال او ډرو جورل ښه توپ وهنه وکړه.

د آی پي اېل سياليو په ۳۲ مه لوبه کې چينای سوپر کينګ لوبډلې کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه

د نوموړې لوبې پچه د کلکتې لوبډلې لوبډلمشر نېټېش رنا وګټله او لومړی يې توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د چينای لوبډلې د اجينکيا رهاني، ډېون کانوې او شېوام ډوب په ښې توپ وهنې سره د ۴ لوبغاړو له سوزيدو وروسته ۲۳۵ منډې جوړې کړې. رهاني ۷۱ منډې، کانوې ۵۶ او ډوب ۵۰ منډې وکړې.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) په سياليو کې تېره ورځ بنګلور لوبډلې پنجاب لوبډلې او ډهلي لوبډلې کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د چينای سوپر کينګ لوبډلې په ځواب کې کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې ۱۸۶ منډې وکړې او لوبه يې د ۴۹ منډو په توپير وبايلله. د کلکتې لوبډلې له لوري جسون روی، رينکو سينګ او لوبډلمشر نېټېش رنا ښه توپ وهنه وکړه خو ونه توانېدل ټاکلی شوی هدف پوره کړي.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې سنرايزرس حيدرآباد لوبډله له ډهلي کپيټلس لوبډلې سره لوبه کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button