لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې بنګلور لوبډلې، حيدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په دوام تېره شپه رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې، سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې ته په ۸ ويکټو ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د ۶۵ مې لوبې پچه د رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر ويرات کوهلي وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

د سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، د دوی له لوري هينريچ کلاسن، هري بروک او لوبډلمشر آدم مرکرم ښه توپ وهنه وکړه. کلاسن په ۵۱ توپونو ۱۰۴ منډې، بروک په ۱۹ توپونو ۲۷ ناسوزيدلې منډې او مرکرم په ۲۰ توپونو ۱۸ منډې جوړې کړې. د حيدراباد لوبډلې د شلو اورونو په لوبولو سره ۱۸۶ منډې جوړې کړې، ۵ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ډهلي لوبډلې پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې له لوري ميچل بريسول، محمد سراج او هارشل پټېل ښه توپ اچونه وکړه. بريسول په ۲ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، سراج په ۴ اورونو ۱۷ منډې ورکړې او يوه ویکټ يې ترلاسه کړه او پټېل په ۴ اورونو کې ۳۷ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د رويل جلنجرز بنګلور لوبډله د هدف پوره کولو لپاره لوبغالي ته راښکته شوه

د رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې له لوري لوبډلمشر ويراټ کوهلي، فاف ډوپليسېس او ګلين مکسويل ښه توپ وهنه وکړه. کوهلي په ۶۳ توپونو ۱۰۰ منډې، ډوپليسېس په ۴۷ توپونو ۷۱ منډې او ګلين مکسويل په ۳ توپونو ۵ ناسوزيدلې منډې جوړې کړې. د بنګلور لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ او دوه لوبغاړي يې وسوزيدل.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې لکنو لوبډلې ممبيي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې له لوري ټي ناټرجن، بهانشوار کومار او ګلين فليپس ښه توپ اچونه وکړه. ناټرجن په ۴ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې وسوزولو، کومار په ۴ اورونو کې ۴۸ منډې ورکړې او ده هم يوه ويکټ ترلاسه کړه او فليپس بيا په ۱ اور کې ۱۰ منډې ورکړې او کوم لوبغاړی يې له ډګره بهر نه کړ.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ګجرات لوبډلې حيدرآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لوبې غوره لوبغاړی ويرات کوهلي ونومول شو چې ښه توپ وهنه يې وکړه

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې پنجاب کينګز لوبډله له راجستان رويلس سره لوبه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button