د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه ګجرات لوبډلې مومبيي لوبډلې ته ماتې ورکړه
د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې تېره شپه ګجرات ټايټنس لوبډلې مومبيي اينډينس لوبډلې ته د ۵۵ منډو په توپير ماتې ورکړه
د آی پي اېل سياليو د ۳۵مې لوبې پچه د مومبيي اينډينس لوبډلې لوبډلمشر روهېټ شرما وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د ګجرات ټايټنس لوبډله د هدف ټاکلو لپاره ميدان ته راښکته شوه. د ګجرات ټايټنس لوبډلې له لوري شبمن ګيل، ډېوډ ميلر او ابهينو منوهر ښه توپ وهنه وکړه. شبمن ګيل په ۳۴ توپونو ۵۶ منډې، ډېوډ ميلر په ۲۲ توپونو ۴۶ منډې او ابهينو منوهر په ۲۱ توپونو ۴۲ منډې جوړې کړې. د ګجرات ټايټنس لوبډلې د شل اورونو په لوبولو سره خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۰۷ منډې يې جوړې کړې چې سيالې لوبډلې ته يې د ۲۰۸ منډو هدف وټاکه.
د مومبيي اينډينس لوبډلې له لوري پېياش چاولا، ارجون ټنډولکر او جسون بهرنډروف ښه توپ اچونه وکړه. پېياش چاولا په ۴ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، ارجون ټنډولکر په ۲ اورنو کې ۹ منډې ورکړې او يوه ويکټ يې ترلاسه کړه او جسون بهرنډروف په ۴ اورونو کې ۳۷ منډې ورکړې او ده هم يو لوبغاړی له ډګره بهر کړ.
د مومبيي اينډينس لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه
د مومبيي اينډينس لوبډلې له لوري نيهال وډهیرا، کيمرون ګرين او سورياکومار يادو ښه توپ وهنه وکړه. نيهال وډهيرا په ۲۱ توپونو ۴۰ منډې، کيمرون ګرين په ۲۶ توپونو ۳۳ منډې او سورياکومار يادو په ۱۲ توپونو ۲۳ منډې جوړې کړې. د مومبيي اينډينس لوبډلې د ۲۰ اورنو لوبولو وروسته ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۵۲ منډې يې جوړې کړې چې لوبه يې د ۵۵ منډو په توپير وبايلله.
نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره ورځ دوه لوبې ترسره شوې
د ګجرات ټايټنس لوبډلې له لوري نور احمد، راشد خان او موهيټ شرما ښه توپ اچونه وکړه. نور احمد په ۴ اورونو کې ۳۷ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوزول، راشد خان په ۴ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او ۲ ويکټې يې ترلاسه کړې او موهيټ شرما په ۴ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.
د لوبې غوره لوبغاړی ابهينو منوهر وټاکل شو چې ښه توپ وهنه يې وکړه.
د نن لوبې له حاله هم خبر شئ
د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې رويل جلنجرز بنګلور لوبډله له کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې سره لوبه کوي.