لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه راجستان لوبډلې چينای لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه راجستان رويلس لوبډلې د ۳۲ منډو په توپير چينای سوپر کينګ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د ۳۷مې لوبې پچه د راجستان رويلس لوبډلې لوبډلمشر سنجو سمسون وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

راجستان رويلس لوبډلې ښه توپ وهنه وکړه. د دوی له ډلې يشسوي جيسول، ډرو جورل او ډيوډټ پاډيکال تر نورو ښه وځليدل. جيسول په ۴۳ توپونو ۷۷ منډې، جورل په ۱۵ توپونو ۳۴ منډې او پاډيکال په ۱۳ توپونو ۲۷ ناسوزيدلې منډې جوړې کړې. د راجستان لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوزيدلو سره په شل اورونو کې ۲۰۲ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه ګجرات لوبډلې مومبيي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د چينای لوبډلې له لوري ټوشر ډيسپانډ، مهيش ټکشنا او رويندرا جديجا ښه توپ اچونه وکړه. ډيسپانډ په ۴ اورونو کې ۴۲ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوزول، ټکشنا په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او يوه ویکټ يې ترلاسه کړه او جديجا بيا په ۴ اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې او ده هم يو لوبغاړی له ډګره بهر کړ.

د چينای سوپر کينګ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه

د چينای لوبډلې له لوري شيوم ډوب، ريټورج ګیکواډ او معين علي ښه توپ وهنه وکړه. ډوب په ۳۳ توپونو ۵۲ منډې، ګیکواډ په ۲۹ توپونو ۴۷ منډې او معين علي په ۱۲ توپونو ۲۳ منډې وکړې. د چينای لوبډله د شل اورونو په لوبولو سره ۱۷۰ منډې جوړې کړې، ۶ لوبغاړي يې وسوزيدل او لوبه يې د ۳۲ منډو په توپير وبايلله.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې کلکتې لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه

د راجستان لوبډلې له لوري آډم زمپا، رېويچنډرن اشوين او کلډيف يادوو ښه توپ اچونه وکړه. زمپا په ۳ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوزول، اشوين په ۴ اورونو کې ۳۵ منډې ورکړې او دوه ويکټې يې ترلاسه کړې او يادوو په ۳ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې پنجاب کيګنز لوبډله له لکناو سوپر جاينټ لوبډلې سره لوبه کوي.  دغه لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام پر وخت ۶ نیمې بجې ترسره کیږي.

 

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button