لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې راجستان لوبډلې، کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په دوام تېره شپه د راجستان رويلس لوبډلې، کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د ۵۶ مې لوبې پچه د راجستان رويلس لوبډلې لوبډلمشر سنجو سمسون وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د کلکتې نايټ رايډرز لوبډله د هدف ټاکلو لپاره ميدان ته راښکته شوه. د کلکتې لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې وينکتش اير، لوبډلمشر نيټيش رنا او رحمن الله ګربز ښه توپ وهنه وکړه. اير په ۴۲ توپونو ۵۷ منډې، رنا په ۱۷ توپونو ۲۲ منډې او ګربز په ۱۲ توپونو ۱۸ منډې جوړې کړې. د کلکتې لوبډلې د شلو اورونو لوبولو وروسته ۱۴۹ منډې جوړې کړې، ۸ لوبغاړي يې وسوزيدل او سیالې لوبډلې ته يې د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه چينای لوبډلې ډهلي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د راجستان رويلس لوبډلې له لوري يزوېنډرا چهال، ټرينډ بولټ او کې‌ام آصف ښه توپ اچونه وکړه. چهال په ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي يې وسوزول، بولټ په ۳ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۲ ويکټې يې ترلاسه کړې او آصف په ۳ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د راجستان رويلس لوبډله د هدف پوره کولو په موخه لوبغالي ته راښکته شوه

د راجستان رويلس لوبډلې له لوري يشسوي جېسوال او لوبډلمشر سنجو سمسون ښکلې لوبه وکړه. جېسوال په ۴۷ توپونو ۹۸ ناسوزيدلې منډې او لوبډلمشر سمسون په ۲۹ توپونو ۴۸ ناسوزيدلې منډې جوړې کړې. د راجستان لوبډلې د لوبې په ۱۴ ام اور کې ورکړل شوی هدف پوره کړ، يوازې يو لوبغاړی يې وسوزيد او لوبه يې په لوی توپير وګټله.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه مومبيي لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه

د کلکتې لوبډلې له لوري سونېل نرين، شرډول ټکور او انوکول روی ښه توپ اچونه وکړه. نرين په ۲ اورونو کې يوازې ۱۳ منډې ورکړې او کومه ویکټه يې ترلاسه نه کړه، ټکور په ۱٫۱ اور کې ۱۸ منډې ورکړې او ده هم کومه ويکټه وانخيسته او روی بيا په يو اور کې ۲۰ منډې ورکړې او د ويکټې په اخيستلو بريالی نشو.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه کلکتې لوبډلې پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لوبې غوره لوبغاړی يشسوي جېسوال وټاکل شو چې ښه توپ وهنه يې وکړه.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې مومبيي اينډينس لوبډله له ګجرات ټايټنس لوبډلې سره لوبه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button