ټکنالوجي

د هند بې ساري پرمختګونه؛ دا ځل به سپوږمۍ ته ستور مزلي واستوي

هند په پام کې لري چې تر ۲۰۴۰ میلادي کال سپوږمۍ ته ستور مزلي ولېږي

ډیلې ورځپاڼه وايي چې هند به په نړۍ کې سپوږمۍ ته ستور مزلو په لېږلو سره دویم هېواد شي. پر دې سربېره هند د ټکنالوژۍ په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

د دې هېواد فضايي ساینسپوهان غواړي تر ۲۰۳۵ کال پورې یو فضايي سټېشن هم چمتو کړي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر سې شنبه د دې پرواګرامونو د اعلان تر څنګ له ساینسپوهانو غوښتي چې مریخ او زهرې ستوریو ته هم د ماموریتونو پر استولو کار وکړي.

د هند لاسته راوړنې

په اګست میاشت کې هند لومړنی هېواد شو، چې د سپوږمۍ سویلي برخې ته ماموریت واستوي او دغه راز یې په سپتمبر میاشت کې د لمر سترګې د څېړنې لپاره راکټ واستاوه.

د هند فضايي څېړنو اداره (ای اېس ار او) پر ګګنیان نومي فضايي ماموریت هم کار کوي، چې پر مټ یې وکولای شي انسانان ۴۰۰ کیلومتره بهرني مدار ته واستوي او بېرته یې په خوندیتوب سره د هند اوبو ته ستانه کړي.

نور ولولئ: هند؛ سپوږمۍ ته چاندریان۳ فضايي بېړۍ استوي

دا اداره به پر شنبه دې لړ کې یوه مهمه ازموینه ترسره کړي. له دې وروسته به یوه بله ازموینه هم وشي چې پکې به روباټ بهرنۍ فضا ته واستول شي.

دا ازموینې له هغه وروستي ماموریت استولو مخکې کېږي، چې پکې به د ۲۰۲۴ کال له پای ته رسېدو مخکې انسانان فضا ته واستول شي.

له دې وړاندې د چندریان-۳ ماموریت

نړۍ کې هند لومړی هېواد شو، چې د سپوږمۍ په دې برخه کې یې فضايي بیړۍ ځای په ځای کړه.

په ټوله کې له متحده ایالاتو، پخواني شوروي اتحاد او چین وروسته څلورم هېواد دی چې سپوږمۍ ته یې ځان رسولی دی.

د چندریان -۳ ماموریت کله پیل شو او موخه یې څه ده؟

د چندریان -۳ فضايي بیړۍ د جولای په ۱۴ مه د هند له سویلي ایالت اندریا پردېش نه وتوغول شوه او له ۴۰ ورځو اوږد سفر وروسته د سپوږمۍ سویلي قطب ته ورسېده.

د ځمکې پر شاوخوا راګرځېدل

سپوږمکۍ د سپوږمۍ مدار ته له ننوتلو مخکې شاوخوا لس ورځې د ځمکې په شاوخوا کې وګرځېده، چې وروسته د اګست په پنځمه وتوانېدله چې د سپوږمۍ مدار ته ننوځي.

د چندریان -۳ ماموریت یوه لویه موخه ” له اوبو جوړ کنګلونو” لټون دی.

نور ولولئ: جاپان نن فضا ته د مون سنایپر په نوم فضايي توغندی وتوغاوه

ساینس پوهان وايي، که چندریان -۳ د یادو کنګلونو په لټون بریالی شي کیدای شي راتلونکې کې انسانان له سپوږمۍ د استوکنځي په توګه کار واخلي.

د سپوږمۍ هغه برخه چې هندي ساینس پوهانو د خپل فضايي بیړۍ د ځای په ځای کولو لپاره غوره کړې سویلي قطب دی.

ساينس پوهان د سپوږمۍ سویلي قطب په اړه ډېر لږ معلومات لري خو دوی وايي، دا شونتیا شته چې سپوږمۍ کې د اوبو نښې پیدا کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button