سیمه ییز خبرونه

د هند د دوو قومونو تر منځ شخړه؛ لومړی وزیر یې اپوزیسیون سره کرکېچ مخ کېږي

هند کې د یادو قومونو تر منځ د شخړې امله کېدای مودي له اپوزیسیون سره بلاک کې واقع کړي

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي حکومت به مانیپور ایالت کې د تاوتریخوالي له امله اپوزیسون سره کړکېچ کې د پارلمان له خوا د نه باور رایې سره مخ کېږي.

د اپوزیسون یو وکیل نن چارشنبه د نه باور رایې طرحه وړاندې کړه.

د اپوزیسون مشرانو ویلي، دا کار یې پر مودي د فشار راوستو لپاره دی چې د مانیپور په اړه یې خبرو کولو ته اړ کړي.

دوی غوښتنه کوله چې ښاغلی مودي دې په دغه ایالت کې قومي شخړو په اړه پارلمان ته وینا وکړي.

هند کې د دوو قومونو شخړه

مانیپور کې د می میاشتې راهیسې د اکثریت میتي او لږکیو کوکي قومونو تر منځ د تاوتریخوالي له امله لږ تر لږه ۱۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور بې ځایه شوي دي.

نور ولولئ: افغانستان به د شنګهای غونډې د بحث سرټکی وي

تېره اوونۍ یوه ویډیو پر خواله رسنیو خپره شوه، چې دوه ښځې د یوې ډلې له خوا بربنډې روانې کړل شوې وې، دغې ویډیو د نړۍ په کچه د خلکو غوسه راپارولې وه.

دې پېښې ته په غبرګون کې ښاغلي مودي خپله چوپیتیا ماته کړه، هغه وویل:”دا پېښه د هند لپاره شرموونکې ده او عاملین به یې و نه بښل شي.”

له نه باور رایې سره د مودي مخ کېدو تکرار

دا دویم ځل دی چې د ښاغلي مودي حکومت په ۲۰۱۴ کال واک ته له رسېدو راهیسې د نه باور وړ رایې سره مخ کېږي.

د نه باور طرحه یوازې په لوک سبها کې د پلې کېدو وړ ده او هغه وخت منل کېدای شي چې لږ تر لږه ۵۰ وکیلان یې ملاتړ وکړي.

له منل کېدو وروسته به یې په لسو ورځو کې د رای ورکولونېټه اعلانېږي.

که حکومت اکثریت رایه و نه ګټي باید استفعا ورکړي.

د نرېندرا مودي په مشرۍ د بهارتیا جنتا ګوند د رایې له لاسه ورکولو په اړه ا ندېښمن نه دی، ځکه دا ګوند او متحدین یې د لوک سبها په ۵۴۳ غړو کې اکثریت څرګند شمېر لري.

نور ولولئ: بایډن او مودي: طالبان دې د ښځو او نجونو ته حقوق ورکړي

خو لومړی وزیر باید د خپل دولت د دفاع لپاره خبرې وکړي چې همدا د اپوزیسون هدف دی.

د کانګرس مشر مانیکام ټاګور ویلي “مخالفین اړ شوي چې د نه باور رایې طرحه د خپلې وروستۍ وسلې په توګه وکاروي.”

دا په داسې حال کې ده چې هند د نړۍ په لومړي لوی شمېر لرونکي نفوس په سر کې قرار لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button