کورني خبرونه

زلمي خلیلزاد استعفا ورکړه

ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا په استازۍ د خبرو  مشري کوله خو  ديپلوماسۍ یې په دې و نه توانېده چې د زور له لارې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو مخه ونیسي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د زلمي خلیلزاد د ګوښه کېدو له اعلان سره ویلي.   

چې د خلیلزاد مرستیال ټوماس وېست به  پر ځای  دنده  اجرا کوی  یوه چارواکي د خپل نوم د پټ پاتې کېدو په شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې خلیلزاد د جمعې پر ورځ خپله استعفا وړاندې کړې  ښاغلی خلیلزاد وروسته له هغه له دندې د استعفا خبره کوي چې د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته له افغان طالبانو سره د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې په لومړۍ رسمي  لیدنه کې چې د روانې میاشت لومړیو کې په قطر کې وشوه دی نه و.         

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی    

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر ټوېټر پاڼه لیکلۍ د زلمي خليلزاد په مشرۍ د امریکا د ادارو سره مذاکراتو کې مو ښه پرمختګونه لرل نوموړي هیله مند دی چې له نوي استازي ټام وېسټ سره به چارې ښه پرمختګ وکړی د دوحې تړون په مکمل  عملي کولو سره به د دواړو حکومتونو  تر منځ  ښه اړیکی  جوړی شی په افغانستان کې زېږېدلی زلمی خلیلزاد چې امریکايی ډیپلومات شوی د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په دوره کې په عراق، افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر دنده  اجرا کړې.

خلیلزاد له ۲۰۱۸ کال رادیخوا د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره د خبرو مشري پرغاړه درلوده چې په پایله  کی یې د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره، د افغانستان جمهوري دولت په نه شتون کې د سولې تړون وکړ .                                               . روسته ښاغلي خلیلزاد پر پخواني ولسمشر محمد اشرف غني فشار راوړ چې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او جګړه پای ته ورسوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button