ټکنالوجي

د هند د هوایي ځواکونو یوه مګ ۲۱ ډوله الوتکه را لویدلې ده

هندي چارواکي وایي چې د یوه روزنیز پرواز پر مهال یې مګ ۲۱ ډوله الوتکه د تخنیکې ستونزې ښکار شوې ده

د «الوتونکي تابوت» په نامه مشهور د پخواني شوروي د وخت مګ ډوله الوتکو وړتیا، تل تر پوښتنې لاندې نیول کیږي.

د هندوستان هوایي ځواکونو دغه پيښه تائیده کړې ده او د یوه ټویټ له لارې یې ویلي دي “د هند د هوایي ځواکونو یوه مګ ۲۱ ډوله الوتکه نن سهار د روزنیز پرواز پر مهال آماده کړه ته نږدې د حادثې ښکار شوې ده. پیلوټ په محفوظ ډول وتلی او په سطحي ډول ټپي شوی دی. د پيښې علت مالومولو له پاره یوه څیړنیزه کمیټه ګمارل شوې ده.”

نور ولولئ: سلطانزوی: پاکستان ته مې الوتکه نه ده وړې

پولیسو د پیښې ځای محاصره کړی دی او د ژغورنې کار پیل شوی دی. دغه پيښه له پاکستان سره د سرحد لرونکي ایالت راجستان د هنومان گړ ولسوالۍ د پيلي بنگا په سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه، کله چې له سورت کړ ایئر بیس یا هوایې اډې څخه مګ ۲۱ ډوله الوتکې پرواز وکړ.

سیمه يیزو چارواکو وویل چې الوتکه پر یوې کور را غورځیدلې وه چې دری تنه په کې وژل شوي

چارواکو ویلي دي چې پیلوټ توانیدلی د پراشوت په وسیله پر وخت له الوتکې ووځي.

د بیکانیر حوزې د پولیسو مشر اوم پرکاش په حواله: “پيلوټ د انساني زیان اوښتو د کمولو هر ممکن کوښښ کړی دی او توانیدلی دی چې الوتکه د کلي څنډې ته ورسوي.”

د سیمه يیزو چارواکو په حواله په پيښه کې د مړو شوو کسانو کورنیو ته د هر قرباني پر سر د پنځه سوه زره هندي روپيو د ورکول کیدو اعلان شوی دی.

الوتونکي تابوت

د هندي پوځ مګ ډوله الوتکې په پرله پسې ډول د حادثو ښکار کیږي له همدې امله روته الوتونکی یا هوایي تابوت هم ویل کیږي.

د ۲۰۲۲م کال په جولای کې هم یوه مګ ۲۱ ډوله روزنیزه الوتکه د پيښې ښکار شوې وه چې په کې سپرو دوو تنو پيلوټانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

مګ ۲۱ ډوله الوتکې د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې د هند هوایي ځواکونو کې شامل کړای شوې وه. په مرحله وار ډول د پخواني شوروي د دور د دغو الوتکو د لیري کولو کار روان دی.

نور ولولئ: دفاع وزارت څه باندې ۶۰ چورلکې او الوتکې بېرته رغولې دي

د دولتي رپوټونو په حواله د هوایي ځواکونو یوه استازي په پارلمان کې دفاعي کمیټې ته ویلي وو چې نور نو د مګ الوتکو لیري کول ضروري شوي دي. یوازې په ۲۰۲۱م کال کې د مګ ۲۱ ډوله الوتکو د را نسکوریدو پنځه پيښې رامنځته شوي چې په ترڅ کې یې دری تنه پیلوټانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د هند هوایي ځواکونو کې تر شاملیدو وروسته تر اوسه پورې ۴۰۰ مگ الوتکې د پيښې ښکار شوي دي چې په ترڅ کې یې نږدې ۲۰۰ پيلوټانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

په ۲۰۱۹م کال د هند د هوایي ځواکونو یو پيلوټ ابهینندن چې په مگ ۲۱ ډوله الوتکه کې ناست و، کله یې چې الوتکه د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې د پيښې ښکار او را نسکوره شوه د پاکستاني ځواکونو له خوا ونیول شو. وروسته بیا دغه هندي پيلوټ د دیپلوماتیکو هڅو په پایله کې آزاد او بیرته هند ته وسپارل شو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button