نړیوال خبرونه

دفاع وزارت څه باندې ۶۰ چورلکې او الوتکې بېرته رغولې دي

د وزارت د هوایی ځواک قوماندانی انجینران او تخنیکران

د اسلامي امارت دفاع وزارت وايي، چې د دغه وزارت د هوايي ځواک قومندانۍ انجنیرانو او تخنیکرانو له ۶۰ ډېرې له کاره لوېدلې څرخکې او الوتکې بېرته رغولې دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي درې پوځي مسافر وړونکې الوتکې هم بېرته رغول شوې دي. د اسلامي امارت دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په دې هکله وايي:«د هوايي ځواکونو قومندانۍ د انجنیري او تخنیکي ټیم په واسطه تر اوسه پوري له ۶۰ ډېرې څرخکې او الوتکې ترمیم شوي او پرواز ته چمتو شوي دي. د دفاع وزارت ویاند زیاتوي، په دغو ۶۰ څرخکو او الوتکو کې درې مسافروړنکې الوتکې شاملې دي، چې اوس‌مهال ترمیم او پروازونو ته چمتو شوې دي.

ښاغلي خوارزمي زیاته کړه: «د انجنیري او تخنیکي ټیم په هڅو دوه نظامي ټرانسپورټي الوتکې ای اېن ۳۲ او یوه بله ای اېن ۲۶ ټرانسپورټي نظامي الوتکه ترمیم او فعالې شوې دي. د پوځي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي، چې د یوې منظمې اردو جوړېدو لپاره د هوايي ځواک تقويې ته اړتیا ده او باید د اسلامي امارت ځواکونو ترڅنګ نور ظرفیتونه هم ځای پر ځای شي

نور یی ولوله | د تجارت وزارت: له چین غواړو د ورېښمو لار د پرانیستو بهیر چټک کړي

نور یی ولوله | د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا ربانی کهر په یو ورځنی سفر کابل ته راغلې

د دفاع وزارت د ستاینې وړ دی

د پوځي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:«په دفاع وزارت کې نظر وخته پرمختګ يې د ستایلو دی. هیله من یم چې نور هم ګټور او مثبت پرمختګ وکړي. د پوځي چارو شنوونکی اسدالله ندیم هم څرګندوي:«که چېرې طالبان غواړي له دې الوتکو سمه ګټه واخلي، نو باید د پخواني حکومت مسلکي او فني کسانو ته دندې وکړي

د پوځي چارو شنونکی صادق شینواری زیاتوي:«د دې چورلکو او الوتکو په ساتنه کې باید اړوند مسوولین لا ډېره پاملرنه وکړي. د اسلامي امارت د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د تخریب شویو څرخکو او الوتکو ترمیم ته به ادامه ورکړي. تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو ویلي وو، له ۴۰ ډېرې د افغانستان څرخکې او الوتکې د پخواني حکومت د سقوط پرمهال تاجیکستان او ازبیکستان ته انتقال شوې دي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button