نړیوال خبرونه

د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې غونډې ترسره شوه

د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې غونډې ترسره شوه.د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون له غرمې مخکې د کابینې د غړو او د ویډیو کنفرانس له لارې د والیانو په ګډون، په ارګ کې جوړه شوه.

په اول کې ولسمشر غني د امریکا متحدو ایالتونو ته د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د وروستي سفر او جمهوررئیس جوبایډن، د سنا او کانګرس رئیسانو، دفاع وزیر، د ملي امنیت سلاکار او د هغه هیواد نورو لوړپوړو چارواکو سره د کتنې او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د مناسباتو د تحکیم او د اړیکو نوي فصل د پیل مختلفو اړخونو په اړه معلومات ورکړل.همدارنګه څرګنده شوه چې په دې کتنو کې له دفاعي، امنیتي، انکشافي او بشري مرستو څخه پر اغېزناکې استفادې، د هیواد د امنیتي اودفاعي ځواکونو پیاوړتیا، له ترورېزم سره مبارزې، د افغانانو په مالکیت او مدیریت د سولې پروسې چټکتیا، د ښځو او وطنوالو پر حقونو تمرکز وشو.

20210629 093341

د کابینې غونډې په راتلونکي کال کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره د ۳٫۳ میلیارد ډالري مرستې لپاره له کانګرس څخه د جمهوررئیس جوبایډن د غوښتنې او د کرونا درې میلیونه ډوزه واکسین د مرستې او له ژمنه شویو مرستو څخه د اضافي نورو اقتصادي مرستو د ژمنتیا مننه وکړه.ورپسې د هیواد د دفاع لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو ستاینه وشوه.

او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو سره د غمشریکۍ ترڅنګ اړوندو بنسټونو ته دنده وسپارل شوه چې ژر تر ژره د شهیدانو کورنیو او داخلي بېځایه شویو ته رسیدګي وکړي.وروسته د کابینې غونډې د برېښنا د وارداتي پایو د امنیت تامین لپاره چې د هیواد د دښمنانو له لوري ویجاړېږي، امنیتي بنسټونه د هر اړخیزو تدابیرو نیولو په موخه موظف کړل.

په دې غونډه کې د دولت او خلکو پر وړاندې د جګړې د حرام بللو په اړه د افغانستان او پاکستان د علماوو ګډ دریځ او اعلامیه وستایل شوه او همداراز د سعودي عربستان د کنفرانس ترسره کولو په اړه د حج او اوقافو وزارت د هڅو قدرداني وشوه.د کابینې غونډې ټول وزارتونه او دولتي ادارې موظفې کړې چې مالیې وزارت سره د تشویقي بستې د سند د پاتې شاخصونو په تطبیق کې چې د نړیوال بانک له لوري لېږدول کېږي، همکاري وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button