Uncategorized

د ولسمشر غنی په مشرۍ په الکترونیکي بڼه د کابینې لومړۍ غونډې ترسره شوه

د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په الکترونیکي بڼه د کابینې لومړۍ غونډه نن له غرمې مخکې د کابینې د غړو او د ویډیو کنفرانس له طریقه د والیانو په ګډون، په ارګ کې جوړه شوه.

تر ټولو لومړی ولسمشر محمد اشرف غني د هیواد د دښمنانو د بریدونو په دفعه کولو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او قربانيو قدرداني وکړه او د افغانستان امنیتي او دفاعي ستراتېژۍ، د کابینې غړو د رول او د دې په څرګندولو سره چې په دغه ستراتېژۍ کې مشخصه برنامه شتون لري او د هیواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړ سیاسي ملاتړ موجود دی، معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني د کابینې د الکترونیکي سیستم د پرانیستې پر مهال د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي امنیت شورا دفتر او د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې د هڅو مننه وکړه.د هیواد جمهوررئیس د نړۍ له ټکنالوژۍ سره د افغانستان د حکومتولۍ د همګام کېدو د پیل په هکله چې دغه ټکنالوژي په ژوند کې د بدلون لامل شوې او د نړی ۶۰ سلنه مشورتي معاملې د الکترونیکي ټکنالوژۍ له لارې ترسره کېږي.

fb img 1627891282211

همداراز ټکنالوژي وګړو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د بدلون لامل شوې او له دې جملې د روغتیا د راتلونکي زیاته برخه د ټکنالوژۍ پرمختګ پورې اړه لري، په اړه مفصل معلومات ورکړل.

په همدې ترتیب ولسمشر د تنخوا ګانې د ډیجیټلي ورکړې، د پاسپورټ سیستم په وصلولو سره د خدمتونو وړاندې کولو، پر اليکترونيکي تذکرې د ورکړو سیستم او دا چې د سیستمونو په ایجاد سره د معلوماتو د تبادلې په برخه کې زموږ عمده مشکلات حلېږي، هم توضیحات ورکړل.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button