اقتصاد او سوداګريروغتیا

د يوه حمام لرونکي اپارتمان مياشتنۍ کرايه

په نړۍ کې امکانات او لګښتونه متفاوت دي، د نورو امکاناتو او لګښتونو تر څنګ د اوسېډو د ځايونو لګښت او د کرايه ورکولو نرخونه هم متفاوت دي. نن په دې ليکنه کې تاسې د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د يوه اپارتمان چې يو حمام ولري د کرايې لګښت په اړه پوهیدلی شئ

۱- شارجه:

د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې د يوه اپارتمان چې يو حمام ولري مياشتنۍ کرايه ۶۵۴۹ امریکايي ډالره ده چې په ټوله نړۍ کې د لوړ قيمت ريکارډ له ځان سره لري. د متحده عربي اماراتو شارجې ښار ته زياتره خلک د سياحت لپاره ورځي، د سياحت تر څنګ د هندوستان، پاکستان، بنګلادیش، افغانستان او نورو وروسته پاتې هېوادونو خلک د کار کولو لپاره ځي او د خپلو کورنيو لپاره درآمد لاسته راوړي.

۲- نيويارک:

د امريکا متحده ايالاتو په نيويارک ښار کې د يوه حمام لرونکي اپارتمان مياشتنۍ کرايه ۳۸۸۴ امريکايي ډالره ده چې په دې لېست کې له شارجې ښار وروسته دويم ځای لري. د امريکا متحده ايالاتو نيويارک ښار يو تجارتي ښار دی او زياتره سياحين او ليدونکي يې نړيوال سوداګران دي.

۳- سينګاپور:

په سينګاپور هېواد کې د يوه حمام لرونکي اپارتمان مياشتنۍ کرايه تر نيويارک ښار وروسته ۳۶۲۱ امريکايي ډالره ده. سينګاپور هېواد په جنوبي آسيا کې موقعيت لري او د آسيايي پړانګ په نامه مشهور شوی دی. په دې وروستيو کې سينګاپور هېواد ته ورتلونکي سيلانيان ډېر شوي دي.

۴- سن فرانسسکو:

د امريکا متحده ايالاتو په سن فرانسسکو ايالت کې يو حمام لرونکی اپارتمان د يوې مياشتې لپاره په ۳۲۷۸ امريکايي ډالره کرايه کيږي چې د نړۍ په کچه ځلورم لوړ قيمت بلل کيږي. په سن فرانسسکو ايالت کې د سيلانيانو لپاره ښکلي ځايونه شته چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونه خلک چکر ته ورځي.

نور ولولئ: سویلي آسیا ته د سفر لپاره غوره جامې

۵- هملټون:

د کاناډا په هملټون ښار کې يو حمام لرونکی اپارتمان د يوې مياشتې لپاره په ۳۱۲۵ امريکايي ډالره کرايه کېدای شي چې د ټولې نړۍ په کچه پنځم مقام لري. په کاناډا هېواد کې هملټون ښار تر نورو ځايونو ډېر سيلانيان لري.

۶- بروکلین:

د امريکا متحده ايالاتو په بروکلین ښار کې د يوه حمام لرونکی اپارتمان په ۲۷۸۳ امريکايي ډالره کرايه کيږي.

۷- بوسټون:

د امريکا په بوسټون ښار کې بيا يو اپارتمان چې يو حمام ولري په ۲۷۳۷ امريکايي ډالره کرايه کيږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button