اقتصاد او سوداګريټکنالوجي

د ټاپي پروژې چارې ولې ځنډېدلي دي؟

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپي پروژې پر پیل ټینګار کوي، خو چارې یې ولې ځنډېدلي دي؟

د صنایعو او کانونو خونه وايي چې د ټاپي پروژه د سیمه ییزو سیالیو له امله ځنډېدلي ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس محمد مراد امانوف او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې د پېل لړۍ پر چټکتیا خبرې کړې دي.

د یاد وزارت ویاند وایي چې په دغه لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ښکېلو هېوادونو لپاره د ټاپي پروژې پلي کېدل ګټور ګڼلي او په دغه برخه کې یې د طالبانو له همکاریو ډاډ ورکړی دی.

topi2
د طالبانو د کانونو او پطرولیم وزیر شهاب الدین دلاور او د پاپي پروژې اجرایوي رییس مراد امانوف په ګډه غونډه کې.

د یادې پروژې د عملي کار نه پیلېدل

ټاپي پروژه سوېلي اسیا ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد لپاره تر ټولو لویه پروژه ده، که څه هم طالبان یې په ځلونو د عملي کار د پېل خبره کړې؛ خو تر اوسه یې عملي کار نه‌دی پېل شوی.

نور ولولئ: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی

نور ولولئ: د ټاپي پروژې پرمختګ

نور ولولئ: د ټاپي پروژې لپاره برابره زمینه

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وویل:« د دواړو لورو د ټاپي پروژې د کار پر اسانتیا خبرې وکړې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه چې د دغې پروژې پلي کېدل نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د ټولو ښکېلو هېوادونو لپاره یوه مهمه اقتصادي پروژه ده او د افغانستان ټول خلک او اسلامي امارت یې ملاتړ کوي. »

د ټاپي پروژې د پیل لپاره باید ټول هېوادونه چمتو شي

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« پوره چمتووالی شته دی، افغانستان امنیت ټینګ کړی او په هغو سیمو کې چې ټاپي پروژه پلي کېږي او چمتو وي نو موږ هیله لرو چې دغه پروژه پېل شي؛ خو تاسو پوهېږئ چې د یوه هېواد مسئله نه‌ده څلور هېوادونه په کې غړیتوب لري او ټول باید چمتو اوسي او موږ هم چمتو یو.»

topi1
د ټاپي پروژې اجرایوي رییس مراد امانوف او د هغه مل پلاوی

د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي د دغې پروژې پلي کېدل په اقتصادي وده او کورنیو عوایدونو په زیاتوالي کې اغېزمن ګڼي او وايي چې د دغې پروژې له عملي کېدو سره به په هېواد کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

خو بل لور ته د صنایعو او کانونو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان طلوع نیوز ته ویلي:«په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پلي کېدو لپاره چمتووالی شتون لري، همدارنګه ترکمنستان هم د دغې پروژې پلي کولو ته لېوالتیا لري او هند او پاکستان هم د انرژۍ د تامینولو ته اړتیا لري. دا چې د دوه هېوادونو ترمنځ سیاسي کشالو دغه پروژه ځنډولې؛ نو په داسې حال کې چې د څلورو هېوادونو تر منځ سیمه‌ییزه اجماع رامنځ ته شي فکر کوم چې د ټاپي پروژې د چارو د پېل فرصت به رامنځ ته شي.»

ټاپي پروژه د لویو سیمه‌ییزو پروژو له ډلې ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي او د دغې پروژې له عملي کېدو سره د نورو ګټو ترڅنګ هر کال افغانستان ته د ټرانزیټ له لارې شاوخوا ۴۰۰ مېلیونه ډالره عواید را ټولېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button