اقتصاد او سوداګري

د ټرانس افغان ریل لاره: ازبکستان به د کندهار یا د مزارشریف لار غوره کړي؟

د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۸مه نېټه، د روسیې د ترانسپورت وزارت عملاً د ترانس-افغان ریلګاډي پروژې د پلي کېدو اعلان وکړ. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دواړو هېوادونو تخنیکي متخصصان به ډېر ژر د دې پروژې د فزیبیلیټي ستډي (امکان‌سنجۍ مطالعې) د چمتو کولو کار پیل کړي.

په دوو لارو هوکړه شوې ده: مزارشریف-هرات-دلارام-کندهار-چمن او ترمذ-نایب‌آباد-لوګر-خرلاچي.  دویمه لاره (ترمذ-لوګر-خرلاچي) هغه ده چې د «کابل دهلېز» په نوم هم یادېږي (او همداراز د ترمذ–مزارشریف–کابل–پېښور ریلګاډي پروژه بلل کېږي) چې ازبکستان په ۲۰۱۸ کال کې پیل کړې وه. د لومړنیو هوکړو له مخې، ټاکل شوې وه چې د ریلګاډي د جوړېدو کار د ازبکستان له پولې تر پاکستانه د ۲۰۲۱ کال په مني کې پیل شي، خو کله چې طالبان واک ته ورسېدل، دا بهیر ځنډېدلی و. طالبان بیا ژر له تاشکند سره خبرې پیل کړې او د کابل دهلېز د جوړولو تر څنګ یې د مزارشریف–هرات–کندهار د ۱۴۶۸ کیلومتره اورګاډي د جوړېدو اعلان هم وکړ. دا لاره د مسکو او نوې ډیلي ترمنځ تر ټولو لنډه ده. دا به یوه بله بدیله تجارتي لار وي چې د افغانستان د فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو له لارې په هند سمندر کې د پاکستان بندرونو ته رسېږي. د روسیې د ترانسپورت وزارت په یوه تازه راپور کې دا لاره د مزارشریف–هرات–دلآرام–کندهار–چمن په توګه یادې شوې ده.

د «کندهار دهلېز» نظریه له هغې مفکورې سره همغږې ده چې ترکمنستان او قزاقستان یې له څو کلونو راهیسې د «تورغونډۍ–هرات–کندهار–سپین بولدک»ریللارې په نوم پر مخ وړي. د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر میاشت کې، عشق‌آباد د تورغونډۍ له تم‌ځای څخه تر هراته د ریللارې د لومړۍ برخې د جوړېدو کار پیل کړ. تر دې وړاندې داسې ښکارېده چې ازبکستان او ترکمنستان هر یو له افغانستان سره جلا جلا ټرانسپورتي پروژې پلې کوي، خو دا موضوع خپل مهم ابعاد لري، چې تر ټولو مهم یې د روسیې زیاتېدونکی فعالیت دی. مسکو د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې څو ځله اعلان وکړ چې غواړي هم د ترکمنستان له لارې (لوېدیځه لاره) او هم د ازبکستان له لارې (ختیځه لاره) ریللار افغانستان ته وغځوي. د دې موخه دا ده چې د روسیې مهمه پروژه، یعنې د نړیوال شمال-جنوب ترانسپورتي دهلېز (INSTC) تر پاکستانه وغځوي.

د ۲۰۲۴ په دسمبر کې راپور ورکړل شو چې روسیه به د ترانس-افغان ریللارې د امکان‌سنجۍ مطالعاتو په چمتو کولو کې برخه واخلي، خو دا معلومه نه وه چې کومه لاره به عملي کېږي. د روسیې او ازبکستان ګډ مشارکت هم پوښتنې راپورته کړې دي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د «ADL Ulanish» په نوم د ازبکستان–اماراتو ګډ شرکت لا هم مالي ګډون لري او که نه. ځکه د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۱۹مه د افغانستان او ازبکستان د حکومتونو ترمنځ په شوې هوکړه کې دا شرکت د کابل دهلېز د امکان‌سنجۍ مسوول بلل شوی و. وروسته بیا، د روسیې په غوښتنه، د روسیې د ریللارو دولتي شرکت (RZD) هم مالي مشارکت ته داخل شو.

د ۲۰۲۵ په فبرورۍ کې، د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال ملاعبدالغني برادر د یو پلاوي په مشرۍ تاشکند ته سفر وکړ. له سفر وروسته برادر وویل چې ازبکستان چمتو دی چې د حیرتان–هرات ریللاره وغځوي، دا هغه پروژه ده چې تاشکند په ۲۰۱۷ کې ځنډولې وه. همداراز، دوی د امکان‌سنجۍ د لومړنيو مطالعاتو د تمویل ژمنه هم وکړه. دا پرمختګ ښيي چې ازبکستان ښايي د کندهار دهلېز تر څنګ د کابل دهلېز، په پروژه کې هم برخه واخلي.

د کندهار له لارې د ریلګاډي لاره کولی شي هم پاکستان ته ورسي، هم ایران ته. له ۲۰۲۰ کال راهیسې، ایران د چابهار–زاهدان د ریللارې د جوړېدو کار پیل کړی دی، او غواړي چې دا لاره د افغانستان د نیمروز ولایت تر پولې وغځوي، او له هغه ځایه یې بیا دلآرام او کندهار ته ورسوي. دا پروژه به ایران ته د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته یوه بله لاره ورکړي، تر څنګ یې د خواف–هرات ریللار او هغه ترانزیټي لارې چې د ترکمنستان له لارې تېرېږي. دا موضوع هند ته خورا مهمه ده، ځکه هند د چابهار بندر او د ایران د سړکونو د زېربناوو د عصري کېدو په پروژو کې فعاله ونډه لري.

که چیرې ازبکستان خپل تمرکز د مزارشریف–هرات–دلآرام–کندهار–چمن پر لوري واړوي، نو د هند لپاره منځنۍ آسیا ته د رسېدو لاره به نوره هم عملي بڼه غوره کړي. د پاکستان د امنیتي خطرونو زیاتوالی او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو زیاتېدا هم ښايي تاشکند او د هغه بهرني شریکان دې ته وهڅوي چې د ترانس-افغان تګلاره بدله کړي او د کندهار دهلېز ته ترجیح ورکړي. له دې پلوه، دا به منطقي وي چې یوه داسې ترانزیتي لاره غوره شي چې د پاکستان هغو سیمو ته ورسي چې سمندر ته نژدې دي.

تر اوسه ازبکستان تر هرات پورې د حیرتان–مزارشریف ریللارې د غځولو او له هغه ځایه بیا د پاکستان د بلوچستان صوبې چمن ته د رسولو په اړه کوم رسمي نظر نه دی څرګند کړی. دا هم نه ده معلومه چې د دې نوې پروژې د مالي تمویل لپاره کوم هېوادونه یا سازمانونه په پام کې نیول شوي دي. همداراز، دا هم روښانه نه ده چې ایا د کابل دهلېز (د ترمذ–نایب‌آباد–لوګر–خرلاچۍ لاره) د پلي کېدو په چوکاټ کې د یو مالي کنسورشیم د جوړولو مفکوره چې متحده عربي اماراتو او قطر پکې د ګډون تمه لرله، لا هم اعتبار لري او که نه، او که دغه هېوادونه به د کندهار دهلېز په تمویل کې هم برخه واخلي.

سرچینه: دیپلومات

خبریاله: نرګیزه عمرووا

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button