ساینس او ټېکنالوژي

د ټکنالوژي ګټې او زیانونه: په عصري ژوند او راتلونکي نسل یې اغېزې

په دې جامع راپور کې د ټکنالوژي ګټې او زیانونه وڅېړئ. موږ به په ژوند، تعلیم، روغتیا او پر ځوان نسل باندې د ټکنالوژۍ مثبت او منفي اغېزې وڅېړو او د مدیریت لپاره به یې ګټورې حل لارې وړاندې کړو.

ټکنالوژي د بشریت یو له خورا مهمو لاسته راوړنو څخه ده چې زموږ په ژوند کې یې لوی انقلاب رامنځته کړی دی. نن ورځ د ژوند نږدې هیڅ برخه د ټکنالوژۍ له کارولو پرته مخې ته نه ځي؛ له اړیکو نیولو نیولې تر زده کړې، روغتیا، او سوداګرۍ پورې هر څه پر عصري وسایلو ولاړ دي. که څه هم ټکنالوژي ژوند اسانه کړی، مګر د دې تر څنګ یې ځینې ننګونې او منفي پایلې هم له ځان سره لرلي دي. په دې مقاله کې به موږ په بشپړه توګه د ټکنالوژي ګټې او زیانونه وڅېړو.

mtd 1920x1080px

د ټکنالوژي ګټې او زیانونه، ټکنالوژي څه ته وایي؟

مخکې له دې چې د ټکنالوژي ګټې او زیانونه وڅېړو، باید پوه شو چې ټکنالوژي په حقیقت کې د فن او هنر علم دی. دا هغه وسیله یا ابزار دی چې په مرسته یې موږ کولای شو په اسانۍ سره خپل هدف ته ورسېږو یا یو کار په خورا چټکتیا او لږ وخت کې ترسره کړو. د بېلګې په توګه: کمپیوټر، موبایل، صنعتي ماشینونه، مصنوعي ځیرکتیا (AI)، او انټرنیټ. که ګوګل (Google) ته وګورئ، دا د ټکنالوژۍ یو غوره مثال دی چې په څو ثانیو کې ستاسو پوښتنو ته ځواب پیدا کوي او زرګونه کتابونه او معلومات ستاسو په واک کې درکوي.

د ټکنالوژي ګټې او زیانونه، د ټکنالوژي ګټې (Advantages)

ټکنالوژي په اصل کې یو ابزار دی، لکه د چاقو په څېر؛ که د ستونزې حل لپاره ترې کار واخیستل شي، ګټور دی. د ټکنالوژي ګټې او زیانونه ستاسو په کارونه پورې اړه لري. دلته یې ځینې مهمې ګټې دي:

دا هم ولولئ:  مصنوعي ځیرکتیا څومره پېژنئ؟

په لږ وخت کې ډېر کار: د مصنوعي ځیرکتیا (لکه ChatGPT) په مرسته تاسو کولای شئ پېچلې پوښتنې په یوې ثانیې کې حل کړئ.

نړیوالې اړیکې: د واټساپ یا نورو شبکو له لارې تاسو کولای شئ له افغانستان څخه په څو ثانیو کې په جرمني یا بل هر هېواد کې له خپلو عزیزانو سره اړیکه ونیسئ.

د وخت سپما: د فزیکي بازار پر ځای آنلاین پېرودل ستاسو په ساعتونو وخت سپموي.

روغتیايي پرمختګونه: د عصري طبي وسایلو په مرسته اوس د ناروغیو تشخیص او درملنه خورا اسانه شوې ده.

زده کړه او مهارت: یوټیوب او نور تعلیمي سایټونه د نویو مهارتونو د زده کړې ترټولو لویه سرچینه ده.

د عاید ترلاسه کول: پروګرامرانو او ډیجیټل کارپوهانو ته یې زمینه برابره کړې چې له کوره د نړۍ له لویو کمپنیو سره کار وکړي.

Engaging with technology 1536x1024 1

د ټکنالوژي زیانونه (Disadvantages)

سره له دې چې ګټې یې ډېرې دي، مګر ناسم کارول یې لاندې ستونزې رامنځته کوي:

د وخت ضایع کول: په ټولنیزو رسنیو کې بې هدفه ګرځېدل د انسان زرګونه ساعتونه ضایع کوي.

روغتیايي ستونزې: د ګېمونو ډېر لوبول سترګو، ذهن او جسمي جوړښت ته سخت زیان رسوي.

د حریم نقض: د شخصي معلوماتو غلا او سایبري بریدونه یو بل لوی ګواښ دی.

غیر اخلاقي منځپانګه: بد فلمونه او نامناسب سایټونه د ځوانانو روح او روان ته زیان رسوي او د هغوی انساني توازن خرابوي.

apple wwdc 2018 008

پر ځوانانو او تنکیو ځوانانو اغېزې

د ټکنالوژي ګټې او زیانونه په ځانګړي ډول پر ځوان نسل ډېر اغېز لري. له بده مرغه نن سبا ډېری ځوانان له ټکنالوژۍ څخه د ګټې پر ځای سوء استفاده کوي. بې حده ګېمونه، نامناسب چټونه او وحشتناک فلمونه د دې لامل شوي چې زموږ نسل له ګڼو ستونزو سره مخ شي، لکه: روحي او رواني بې توازنۍ، له خلکو څخه ګوښه توب، لوړ سټریس، بداخلاقي او د مفاصلو دردونه.

دا هم ولولئ:  په انلاین نړۍ کې د ماشومانو کنټرول

د ماشومانو د مدیریت حل لارې

والدین او ښوونکي باید د خپلو ماشومانو د سمې روزنې لپاره لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

مطالعه او پوهه: والدین باید پخپله د ټکنالوژۍ په اړه پوهه ولري ترڅو خپل اولادونه سم رهبري کړي. لکه څنګه چې حضرت علي (ع) فرمایلي: “خپل اولادونه د خپل وخت لپاره نه، بلکې د هغوی د وخت لپاره وروزو.”

جدي څارنه: د موبایل او انټرنیټ کارول باید له پیل څخه تر څارنې لاندې وي.

د ذهن خلاقیت: ماشومانو ته باید د ټکنالوژۍ ګټې او زیانونه تشرېح شي ترڅو هغوی د ضایع کوونکو پروګرامونو پر ځای، خلاقو کارونو ته مخه کړي.

د ملګرو انتخاب: باید پام وشي چې ماشومان په انټرنیټ کې له کومو کسانو سره اړیکه لري، ځکه ناسم ملګري د ګمراهۍ لامل ګرځي.

په پای کې ویلای شو چې د ټکنالوژي ګټې او زیانونه په مستقیم ډول زموږ په انتخاب پورې اړه لري. ټکنالوژي په خپل ذات کې بده نه ده، بلکې دا زموږ د کارولو طریقه ده چې پایله یې ټاکي. که موږ له دې نعمت څخه د زده کړې او پرمختګ لپاره کار واخلو، نړۍ به مو ګلزار شي، مګر که د وخت ضایع کولو او بدو کارونو لپاره یې وکاروو، نو یوازې به بدبختي په برخه وي. زموږ مسؤلیت دا دی چې د ټکنالوژۍ په سم کارولو سره خپل او د خپل راتلونکي نسل ژوند خوندي کړو.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button