ټکنالوجي

د ټکنالوجۍ پرمختګ او احتمالي ګواښ

د انسان په واسطه د یو څه رامنځته کول یا جوړول په دې شاهدي ورکوي چې انسان د ځمکې پر مخ له نورو موجوداتو څخه توپیر لري، د دې خبرې د اثبات لپاره همدومره بس ده چې حیوان ته ځیر شو، حیوان زرګونه کلونه کیږي چې په خپل حالت پاتې دی؛ یوازې خوري، څښي او ویده کيږي. انسان بیا په زرګونو کلونو کې پرمختګ کړی دی او تل په دې هڅو کې شوی چې د ځان هوساینې لپاره ابزار او وسایل رامنځته کړي.

د همدې موخې لپاره یې کلونه کلونه زیار ایستلی. د یخنۍ او ګرمۍ لپاره یې کالي جوړ کړل، لومړی په سمڅه کې اوسېدل، بیا یې خیمې او کورونه رامنځته کړل او په همدې ډول یې د ښه ژوند لپاره نور شیان رامنځته کړل. بیا یې ښارونه جوړ کړل… ټولنپوهان په دې اند دي چې انسان هغه وخت په نورو حیواناتو لاسبری شو چې اور یې په واک کې واخیست، د دوی په اند انسان لومړی له اور سره نا اشنا و خو وروسته یې وکولی شول چې اور بل کړي او همدا و چې په نورو ژوو یې لاس بر شو. د هر ژوندي موجود په فطرت کې جګړه نغښتي ده او انسان هم د جګړې لپاره وسایل رامنځته کړل. د تیږو په زمانه Stone Age کې یې په لومړي ځل د ځان ساتنې او ښکار لپاره له تيږې نه وسله جوړه کړه. د وخت په تېرېدو سره د برونزو او مسو د ګټې په اړه پوه شول تر دې چې اوسپنه یې هم وپېژندله. بالاخره یې د تمدن پولو ته ځانونه ورسول او ټولنیز جوړښتونه یې هم رامنځته کړل، په ځمکه کې خواره شول او په هر ګوټ کې یې د نوي تمدنونو بنسټونه کېښودل.

نور ولولئ: اقلیمي بدلون: له هوا څخه د کاربن ډای اوکسایډ د لیرې کولو په اړه نویو نظریاتو هیلې راپارولې دي

څرخ یې رامنځته کړ چې دا په ترانسپورت کې د انقلاب سبب شو. پوهان د څرخ د کشف زمانه ۳۵۰۰ م.ز. ښيي. د انسان د پرمختګ لړۍ همداسې روانه وه تر دې چې اوس مهال ته راورسېدل. دلته مونږ د تکنالوجۍ په اړه غږیږو، د تیکنالوژۍ د بنسټ ډبرې هماغه له پیل څخه اېښودل شوي وې او په تدریجي بڼه یې تر اوسه پرمختګ کړی، له اور څخه نیولي تر الکترون پورې… .

وار د بخار ماشین ته راورسېد، د بخار ماشین په صنعت او ټکنالوژۍ کې انقلاب را جوړ کړ، کارونه یې چټک کړل او څه موده وروسته د دې لامل شو چې د انسان اکثره کارونه ماشینونه ترسره کړي. ماشینونو اکثره هغه کارونه کول چې د انسان په لاس به  ترسره کېدل؛ دا بیا د دې لامل شول چې خلک بیکاره او یاغي شي. په فرانسه او انګلستان کې یې د ماشینونو په ماتولو لاس پورې کړ. کارګرې طبقې ماشینونه د ځان د بد مرغۍ او بې کارۍ لامل ګڼل.

صنعت نور هم چټک پر مخ لاړ او مالومه شوه چې به بشپړ ډول ټول کارونه ماشین نه شي کولی او بېرته بیا کارګرو ته اړتیا شوه او دې یو څه کارګر ارام کړل. د هغه زمانې صنعتي هېوادونه ډېر ژر زبرځواک شول. د دې هېوادونو خلک د دې په فکر کې شول چې څنګه نور انسانان ځان ته اېل کړي ترڅو دوی ګټه ورنه پورته کړي. دې کار (د نورو اېل کول) جګړې ته اړتیا لرله او دا خو ناممکنه بريښېده چې یو ملت د بل ملت لپاره اېل شي. صنعتي هېوادونو د وسلو پرمختګ ته دوام ورکړ، وسلې یې نوي او پرمختللي کړې. د هېوادونو په لاندې کولو پسې ووتل او جګړې پیل شوې. ټیټ هېوادونه به ژر رام شول او صنعتي هېوادونو به له هغوی څخه ګټه اخیسته.

ټيټو هېوادونو به جګړه کوله خو دا کوچنۍ جګړې وې او اصلي خبره خو دا وه چې صنعتي هېوادونه په خپلو کې سره ونښتل او لويې لويې جګړې یې پیل کړې.

د شلمې پېړۍ پیل هغه زمانه وه چې صنعتي هېوادونو باید له یو بل سره حساب کړی وای. لومړۍ نړیواله جګړه رامنځته شوه. صنعتي هېوادونه لکه آلمان، انګلستان، فرانسه او نور په خپلو کې دومره سره وجګړېدل چې په میلیونونو انسانان پکې ووژل شول. کله چې جګړه ختمه شوه بیا هم رقابتونه پای ته نه وو رسېدلي. د باروتو بوی لا نه و ورک شوی چې دویمه نړیواله جګړه پېښه شوه او دا خو دومره لوی بشري ناورین و چې لومړۍ نړیواله جګړه د خلکو هېره شوه.هستوي وسلې هم په جاپان وکارول شوې او دلته دا پته ولګېده چې تکنالوجي یوازې بشري ناورین نه رامنځته کوي بلکې طبیعت ته هم ستر ګواښ پېښوي.

دا چې جګړه ختمه شوي وه او ولسونه په سوله پسې ګرځېدل خو مالومه شوه چې د تکنالوجۍ پرمختګ تل د لویو بشري ناورینونو سبب کېږي. د طبیعي ناورین په اړه خو بیا ځینې داسې وايي چې تکنالوجي په لومړیو کې طبیعي ناورین رامنځته کوي خو وروسته دا کنترولیږي؛ یانې دا لا تر اوسه د تکنالوجۍ ځواني ده چې نړۍ یې له ګرمولو  Global warming سره مخ کړي، وروسته به ورو ورو اصلاح شي.

په دې خبره څومره اعتبار په کار دی چې د تکنالوجۍ ستونزې به ورو ورو حل شي؟ دلته مې هغه انګلیسي مستند په زړه شي چې پکې ویل به یې چې به زرګونو کلونه مخکې انسانانو زمونږ پړاوونه(تکنالوجي) وهلي دي او بېرته یې د هستوي وسلو په واسطه یو بل تباه کړي. که دا واقعیت ولري؛ مونږ به هم د تکنالوجۍ په مټ په وروستیو کلونو کې له منځه ځو؟

فضايي سازمانونه بیا ادعا کوي چې تر ۲۰۵۰ میلادي کال پورې به په مریخ سیاره کې د ښار بنسټ کېښودل شي… ولې کېښودل شي، په کوم دلیل؟ ایا تکنالوجۍ به طبیعي ناورین رامنځته کړی وي، که به انسان دومره پرمختګ کړی وي چې د ساعت تېرۍ لپاره به د ځمکې سیاره پريږدي؟

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button