ځاییسیمه ییز خبرونهکورني خبرونه

د پاکستاني صدراعظم له سپکاوي ډک ټویټ؛ طالبانو یې بشري مرسته رد کړه

طالبانو له پاکستان څخه هرات ولایت کې هغه الوتکې ته د کیناستو اجازه ورنه کړه چې بشري مرستې یې راوړي وې

افغان طالبانو د پاکستان د صدراعظم انوار الحق کاکړ د یو جنجال پاروونکي پیغام له خپریدو وروسته د افغانستان د زلزلې ځپلیو سره د پاکستان مرستې رد کړې.

یو طالب مقام، چې نغواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته ومنله چې دا پرېکړه د پاکستان د صدراعظم کاکړ د اکس په حساب کې د یو پیغام له خپرېدو سره تړلې ده.

نور ولولئ: پاکستان کې افغان کډوال؛ د پاکستان د چلن پر وړاندې د ملا یعقوب توند غبرګون

دا جنجال له هغه وروسته پیل شو چې په افغانستان کې له زلزلې څخه وروسته انوارالحق کاکړ په خپل اکس حساب کې ولیکل چې په ۵۰۰۰ خیمو، ۱۵۰۰۰ کمپلو، غذايي او طبي موادو بار به یوه الوتکه له یوې روغتیايي ډلې سره افغانستان ته استوي.

له طبیعي پېښو سره د پاکستان د مبارزې اداره دا مرستې برابرې کړې وې او په اړه یې په خپل ویبسایټ کې معلومات خپاره کړي وو. څو ساعته وروسته بیا کاکړ ادعا وکړه چې د طالبانو له غوښتنې وروسته یې دا مرستې برابرې کړې، خو طالبانو له هېڅ هېواد څخه په رسمي ډول د مرستو غوښتنه نه وه کړې. نوموړي همدغه راز د مرستو په اړه ناسم معلومات خپاره کړي وو.

د پاکستان صدراعظم له سپکاوي ډګ ټویټ

هغه د خپل اکس په حساب کې لیکلي دي: «د تنظیم او طبیعي افاتو سره د مبارزې ادارې ته مې لارښوونه کړې چې اغیزمنو ته حد اکثر مرستې واستوي. د افغانستان حکومت په رسمي ډول د طبي ډلو، موقتو روغتونونو، ۵۰ خیمو او کمپلو غوښتنه کړې ده… دا ټول مواد به نن له غرمې وروسته واستول شي.»

هغه همدغه راز لیکلی دي چې نور خیریه مواد به هم افغانستان ته واستول شي.

خو لا د دغو مرستو الوتکې پرواز نه دی کړی او هېڅ یو اړخ هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور ولولئ: د طالبانو ویاند پاکستان کې له افغان کډوالو سره چلند د نه زغم وړ بولي

دغه طالب مقام د وتس اپ له لارې د دغو مرستو په اړه امریکا غږ ته وویل: «سره له دې چې هېڅ غوښتنه نه وه شوې او زموږ په حکومت باندې ملنډې ووهل شوې.» دغه طالب مقام د پاکستان د صدراعظم په څرګندونو انتقاد وکړ او هغه یې «غیر مسئولانه» وبللې او ویې ویل چې د پاکستان مشرتابه باید د افغانستان په اړه په خپلو څرګندونو کې «فوق العاده محتاط» واوسي.

پاکستان بیا وايي چې طالبانو رسمي غوښتنه کړې وه

خو یو پاکستان مقام، چې هغه هم نغواړي نوم یې واخیستل شي، وویل: «کابل نه هو وايي او نه، نه وايي. هغوی د مرستو رسمي غوښتنه کړې ده او ویلي دي چې د دغو مرستو دوخت په اړه به موږ ته احوال راکړي.»

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه. خو هغې وویل چې پاکستان د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او د طالبانو له حکومت سره په تماس کې دی، چې هغو ضرورتونو ته چې هغوی به یې لري، ځواب ووايي.

د دواړو هېوادونو روابط په دې وروستیو کې خراب شوي دي. پاکستان ادعا کوي چې د پاکستان د تحریک طالبان غړي په افغانستان کې دي او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي، خو افغان طالبان دا ادعا ردوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button