اقتصاد او سوداګري

د پاکستان بد اقتصادي حالت؛ د تېلو بیې شل روپۍ لوړې شوې

پاکستان کې خلک له اوسني بد اقتصادي حالت سر ټکوي. پېټرول او ډیزلو بیې بیا لوړې شوې دي

د پاکستان حکومت يو ځل بيا په دغه هېواد کې د پېټرولو په نرخ کې د ۱۹ اعشاریه ۹۵ او د ډيزلو په بيه کې بیا ۱۹ اعشاریه ۹۰ روپیو د زياتوالي اعلان کړی دی.

د نرخونو له دغه زياتوالي وروسته د یوه لیټر پېټرولو بيه ۲۷۲.۹۵ روپۍ او د ډيزلو یو لیټر بيه بیا ۲۷۳.۴۰ روپیو ته لوړه شوې ده. ویل شوي دغه نرخونه به سملاسي عملي کېږي.

چارواکي یې په ټوله نړۍ کې د تېلو بیې لوړې بولي

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، په ټوله نړۍ کې د تېلو بیې لوړې شوې دي. د ښاغلي ډار په وینا د “ملي ګټو ساتلو په موخه” د لږ تر لږه زیاتوالي بار پر خلکو اچول شوی دی.

نور ولولئ: اردوغان د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره پاکستان ته تللی

د پاکستان د خزانې وزير زیاتوي، چې که څه هم په نړيواله کچه د نرخونو زياتوالى له مخکې و، خو د پاکستان حکومت په دې لړ کې اعلان وځنډاوه، ځکه حکومت غواړي ټولې هغه لارې وکاروي چې له مخې يې پر خلکو اضافي بار کم شي.

اسحاق ډار وويل، “په دې اړه له لومړي وزیر سره خبرې شوې وې او هغه وويل چې بايد زياتوالى ډېر نه وي، خو ټول پوهېږو چې موږ د پیسو نړیوال صندوق سره د پېټرولو په تړاو ځینې شرطونه لرو.”

د ښاغلي ډار په وینا، په تېر کې هم حکومت د پيسو له نړيوال صندوق سره د تړون په ترڅ کې د نفتي توکو بيې راټيټې کړي، چې له امله يې هېواد او ولس ته زيان اوښتی و.

دا څووم ځل دی چې د تېلو بیې لوړېږي

د پاکستان مرکزي حکومت یوازې په روان کال کې څو ځله د تېلو په بیو کې لوړوالی راوستی دی.

د روان کال جنورۍ کې د دغو تېلو بیه په یوه ځل په بې ساري‌ ډول ۳۵ روپۍ لوړه شوه.

نور ولولئ: پاکستان ته د چین د مرستیال لومړي وزیر د سفر موخې څه کېدای شي؟

تر هغې را وروسته د روان کال فبرورۍ کې هم د پاکستان مرکزي حکومت د پېټرول د یوه لیټر بیه ۲۲ اعشاریه ۲ روپۍ لوړه کړه، دغه راز په اپریل میاشتې کې لس روپۍ نوره هم لوړه شوې وه.

د ۲۰۲۲ کال جولای کې په پاکستان کې د یوه لیټر پېټرولو بیه نږدې ۲۴۹ کلدارو ته رسېده. دا هغه مهال د تاریخ تر ټولو لوړه بیه وه.

ددې تر څنګ پاکستان کې نور خوراکي توکي هم په لوړه بیه دي چې خلک له دغو ګران‌بیو شکایت کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button