نړیوال خبرونه

د پاکستان دریښتونې همکارۍ پرته په افغانستان کې امن ممکن نه دۍ

دویم مرستیال دانش وايي، تر هغه چې طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکه او امن پناه ګاوې ولري، افغانستان کې سوله نه شي راتلای.

د محترم دانش له قوله، په پاکستان کې د کډوالو له کمپونو په افغانستان کې د نظام پرضد جګړه پیل شوې او ترهګري یې پیاوړې کړې ده.

خو د پاکستان لومړی وزیر عمران خان بیا ډاډ ورکوي چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې لپاره هر ډول هڅه کوي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال وايي، د پاکستان له صادقانه همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله نه شي راتلای.

دانش چې په اسلام اباد کې، پاکستان ته یې د افغان کډوالو د کډوالتوب څلورمې لسیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل، د پاکستان حکومت باید د افغانستان په سوله کې شریک واوسي.

دی زیاتوي، د افغانستان سوله د طالبانو پر نیت، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پر پرېکولو او په نورو هېوادونو کې د دوی د پناګاوو په نابودولو پورې اړه لري:

“که طالبان د خپلو پناه ګاوو او ځالو تر څنګ له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې همداسې وساتي، که اوربند هم وشي، تل پاتې سوله نه شي راتلای. زموږ خلک د تل لپاره د تاوتریخوالي پای غواړي.”

دانش د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه د کېدونکې هوکړې ملاتړ وکړ او هیله یې وښوده چې دا هوکړه به د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل ته لار هواره کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو رغښت وغوښت، خو دا یې هم وویل چې په افغانستان کې له سولې پرته پاکستان کې هم ثبات امکان نه لري.

بلخوا د پاکستان لومړی وزیر عمران خان بیا وايي، د افغانستان د سولې لپاره به هرهغه کار وکړي چې اړتیا یې لیدل کېږي.

عمران خان په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه د سرور دانش نیوکې ته په ځواب کې وویل:

“تر یولسم سېپټمېبر وروسته د دې امکان وو چې په افغانستان کې جنګېدونکیو وسله والو به دلته ځایونه لرل.او بیا دلته تر ۵۰۰ زره او یو لاک پورې د کډوالو کیمپونه ول، څنګه شونې ده چې یو حکومت یوڅو زره تنه وسله‌وال چې په دومره شمېر کډوالو کې پټ وي، په نښه کړي.”

پاکستان داسې مهال په افغانستان کې د سولې د راتلو اړوند د خپلو هڅو او همکارۍ ډاډ ورکوي، چې تمه ده په نږدې راتلوونکې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

که څه هم د افغانستان د سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې متن لا هم روښانه نه دی، خو د افغانستان حکومت په ځلونو ویلي چې د تېرو ۱۸ کلونو لاس‌ته راوړنې ورته سرې کرښې دي.

امریکا هم په ځلونو ډاډ ورکړی چې له طالبانو سره د سولې هوکړه د افغانستان د شاتګ په معنا نه ده.

خو هغه چې په وار وارد افغان حکومت له خوا پرې ټینګار شوی د افغان سولې په برخه کې رېښتینې همکاري ده، افغان چارواکو په وار وار ویلي چې په پاکستان په دې برخه کې خپلو ژمنو ته صادق نه دی.

افغان حکومت او نړیوالې تولنې تل له پاکستان غوښتي چې په هغه هیواد کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button