د پولیو پرضد د ملي کمپاین پیلېدل؛ ۸.۳ میلیونه ماشومان واکسینېږي

په افغانستان کې د پولیو پرضد د ملي کمپاین پیلېدل نن دوشنبه د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې پيل شول. د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې کمپاین کې به تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۸.۳ میلیونه ماشومان د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ترلاسه کړي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه فرعي ملي کمپاین د ۲۰۲۶ کال د مې له ۱۸مې تر ۲۱مې پورې د هېواد په مرکزي، ختیځو، سوېلي، لوېدیځو، سوېل ختیځو، شمالي او شمال ختیځو سیمو کې ترسره کېږي.

د پولیو پرضد د ملي کمپاین پیلېدل په ۲۰ ولایتونو کې
وزارت ویلي، کمپاین به د هېواد په ۱۹۴ ولسوالیو کې عملي شي، خو په کندهار، هلمند، زابل او روزګان ولایتونو کې به د مې له ۱۹مې تر ۲۲مې دوام وکړي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د کمپاین د پیل پر مهال ویلي، حکومت او نړیوال روغتیايي شریکان هڅه کوي په افغانستان کې د پولیو وحشي ویروس مخه ونیسي او ماشومان له دغې خطرناکې ناروغۍ خوندي وساتي.

هغه زیاته کړې:
“موږ هڅه کوو چې د پولیو واکسین له کمپاینونو سره یو ځای نور روغتیايي خدمات هم پراخ کړو، څو افغانستان د پولیو له ویروس څخه پاک شي.”
روغتیا وزارت د خلکو همکاري مهمه بللې
د عامې روغتیا وزارت له قومي مشرانو، دیني عالمانو او کورنیو غوښتي چې د واکسین ټیمونو سره همکاري وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي.

روغتیايي مسوولین وايي، پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي. دغه ناروغي د ماشومانو د دایمي فلج لامل ګرځي او ځینې وخت د مړینې سبب هم کېږي.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې په بشپړ ډول نه دی ختم شوی، خو روغتیايي ادارې هیله لري چې د واکسین دوامداره کمپاینونه به د دغې ناروغۍ د محوې لامل شي.



