نړیوال خبرونه

د ځمکې چټکې تاوېدنې د کوچنۍ ورځې نوی ریکارډ جوړ کړ

زموږ په سیاره کې په ورځ کې څومره وخت دی

ایا تاسې ویلی شئ چې زموږ دا سیاره، یعنې ځمکه، د یوې ورځې وخت څومره دی؟ یقیني خبره ده، چې تاسې به ووایئ ۲۴ ساعتونو کې ځمکه یو چکر وهي یا تاوېږي

ځمکه ۲۴ ساعته مخکې راښکته شوه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

خو پوهېږئ چې تازه ځمکه له ۲۴ ساعتونو څخه مخکې ګردش کړی دی او یو نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی. ځمکې دا کار د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۹مه نېټه ترسره کړی دی او له ۲۴ ساعتونو څخه ۱.۵۹ ملي ثانیې مخکې یې خپل ګردش پوره کړی دی. کېدای شي، تاسې ته په دې اړه معلومات نه وي، خو د ځمکې تاوېدل په دې وروستیو کې یو څه چټک شوي دي، د ځمکې د تاوېدو چټکې ۲۸ ورځې له ۱۹۶۰ څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې چې کومې ریکارډ شوي دي، د خپل اوسط ګردش څخه یې په چټکتیا باندې ګردش کړی دی.

خو دا د اندېښنې وړ خبره نه ده، ځمکه وخت نا وخت خپل حرکت بدلوي او د دې بېلا بېلې وجې هم دي، لکه هوا، سمندري کرنټ او یا د چاپېرچل اغېز. له دې نه مخکې د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۱۹مه نېټه ځمکې ۱.۴۷ ملي ثانیې مخکې خپل سفر پوره کړی و، چې دا تر ټولو کوچنۍ ورځ وه

نور یی ولوله | امریکا: افغان حکومت باید د ښځو حقوقو ته ژمن پاتې شي

نور یی ولوله | امریکا: افغان حکومت باید د ښځو حقوقو ته ژمن پاتې شي

خو دا ریکارډ د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۹مه باندې مات شو. همدا راز د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۶مه نېټه باندې هم ځمکه ۱.۵۰ ملي ثانیې مخکې تاوېدل بشپړ کړي و، یعنې دغه دویمه کوچنۍ ورځ وه. له ۱۹۷۲ کال راوروسته تراوسه پورې ۲۷ ځله په لیپ ثانیه کې زیاتونه شوې ده، وروستی ځل دا کار د ساینسپوهانو له خوا په ۲۰۱۶ کال کې شوی و، اوس ساینسپوهان په دې اړه فکر کوي، چې ۱ لیپ ثانیه راکمه کړي، تر څو د ساعتونو سیسټم خراب نه شي

ځکه په نړۍ کې د ساعتونو سیسټم د سټیلایټس سره لګېدلی دی، که چېرته د ځمکه په ګردش کې توپیر راشي، نو دا به په ځیرک موبایلونو، کمپیوټرو او نورو داسې سیسټمونو باندې اغېز وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button