ځایی

د ځوانانو په قربانیو راغلي بدلونونه او پر دوی ناباوري

په افغانستان کې ټول بدلونونه د ځوانانو په قربانۍ راغلي خو د چارو په مخته بېولو کې بيا پرې پوره باور نه کيږي

ننني ټول پرمختګونه او د هېوادونو ځواکمنتيا د هغو هېوادپالو ځوانانو له برکته دي چې په بدو شرايطو کې يې له خپلو ارزښتونو دفاع کړې ده.

ځوانان د یوې ټولنې هغه فولادي قوت دی چې کولای شي په بېلابېلو پړاوونو کې غورځنګونه او انقلابونه رامنځته کړي او د حکومت جوړولو په ټولو اړخونو کې فعاله ونډه ولري او د خپلو حقونو څخه پوره دفاع وکړي. افغانستان په تیرو دریو لسیزو کې د داسې کورنیو جنګونو، کړاوونو، سیمه ییزو او قومي تبعیضونو شاهد و چې ساری یې په ټوله نړۍ کې نه لیدل کیږي. هغه کورنۍ چې د جنګ په میدان کې پاتې وې له هر ډول امنیتي اقتصادي او ټولنیزو تکالیفو او کړاونو سره مخ وې.

باید دا خبره په ډاګه وکړو چې ځوانان که څه هم په تېرو دریو لسیزو کې په جنګي شرایطو کې لوی شوي دي هیڅ ملامت نه دي ځکه چی امنیتي او اقتصادي مشکلات یې لرل، د زده کړې او تحصیل زمینه ورته برابره نه وه او آن تر دې چه ډېرو ځوانانو د راتلونکي ژوند تمه هم نه لرله.

د ډېرۍ ناخوالو او ناوړه کړنو عامل جګړه بلل کيږي

دا یوه مالومه او ښکاره خبره ده چې جنګي شرایط نه یوازې د یوې ټولنې پر امنیتي، اقتصادي، سیاسي او ملي ارزښتونو تاثیر لري بلکې د ملت په خاصه توګه د ځوانانو پر روحیه، ټولنیزو اخلاقو، زده کړه او فکرونو هم ډیرې اغیزې لري چې نن سبا زموږ ډېری ځوانان د دغو بدو اغیزو په نتیجه کې په هیواد کې د ځینو ناامنیو او ناخوالو لامل ګرځیدلي دي او په همدې ډول ځیني ځوانان د هجرت په دوران کې د پردیو کلچرونو، فکرونو او ایډیولوژيو تر تاثیر لاندې راغلي دي چې تر نورو زیات سیمه‌يیزو، ژبنيو او قومي تبعیضونو ته لمن وهي او نه پریږدي چې په ګران افغانستان کې امن او سوکالي راشي. د دې ټولو بدبختیو او کړاوونو تر څنګ په ډیرې خوښۍ سره باید ووایو چه زمونږ ډېر ځوانان د هجرت په دوران کې د هر ډول مشکلاتو او کړاونو سره- سره د زده کړې ډیرې ښې زمینې ورته برابرې وې او د ښې زده کړې او تحصیل خاوندان شول، چې بېرته ګران وطن ته له راستنیدو سره سم یې ډیرې ښې لاسته راوړنې لرلې.

همدا رنګه ډېرو ځوانان په افغانستان کې له نا امنۍ او جنګي شرایطو سره-سره خپلې زده کړې او تحصیل ته ډیر پام و او د هر رنګه مشکلاتو او کړاوونو سره -سره  یې خپلو درسونو او تحصیل ته ادامه ورکړه.

بې له شکه باید ووایو چه په هغو بدو شرایطو کې ځینو والدینو او کورنیو د خپلو اولادونو په روزلو کې ډېره فعاله ونډه درلوده چې په ځانونو یې هر ډول کړاوونه اوتکلیفونو قبول کړل ولې خپلو اولادونو ته یی د زده کړې او تحصیل زمینې برابرې کړې او له هر څه نه یې زیات د هغوی راتلونکي ته ډېر پام و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button