نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د چین ولسمشر مسکو ته رسېدلی؛ نړیوالو ته څه پيغام لري

د چین ولسمشر شي جېن پېنګ روسیې ته د خپل درې ورځني رسمي سفر په لړ کې مسکو ته ورسېد

د روسیې خبري اژانس تاس خبر ورکړی چې د ښاغلي شي الوتکه نن د (مارچ ۲۰مه)  په ځايي وخت د ماسپښین په یوه بجه د ونوکووا هوايي ډګر کې کیناسته شوه.

له کله چې ښاغلي شي لس ورځې وړاندې د دریم ځل لپاره د چین ولسمشر ټاکل شوی، دا بهر ته د هغه لومړنی سفر دی.

د کرملین یوه چارواکي یوري اوشکاوف خبریالانو ته ویلي چې د دې سفر په پيل کې به نن ماسپښین شي جېن پېنګ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره دوه په دوه په کرملین ماڼۍ کې وګوري.

ټاکل شوې د چین ولسمشر به سه شنبه سهار د روسیې له لومړي وزیر میخایل میشوستین سره هم لیده کاته وکړي.

په داسې حال کې چې پر اوکرایین د روسیې یرغل دوام لري او جګړه په شدت روانه ده مسکو ته د چین د ولسمشر سفر خورا مهم بلل کیږي.

چین وايي چې د اوکرایین په جګړه کې د کوم لوري پلویتوب نه کوي او هڅه کوي چد دواړو خواوو ترمنځ د خبرو د اسانچاري رول ولوبوي.

نور ولولئ: پوتین: مسکو په افغانستان کې د وضعیت عادي کولو لپاره کار کوي

د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا په برخه کې هم دا سفر مهم بلل کیږي. تمه ده چې دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې څو مهم تړونونه هم لاسلیک کړي.

پوتین له یوه ملګري د مرستې په لټه کې

په داسې حال کې چې پر اوکرایین د روسیې یرغل هغسې چې تمه یې کېږي پرمخ نه ځي، پر روسیې بندیزونه هم لګېدلي او نړیوالې جنايي محکمې د ولادیمیر پوتین د نیولو امر کړی، نو د روسیې ولسمشر یوه ملګري ته اړتیا لري او هغه ملګری د چین ولسمشر شي جېن پینګ دی.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ پخپلو پخوانیو څرګندونو کې خپل روسی سیال ښه ملګری بللی و.

دواړه ولسمشران یو له بل سره په ځینو برخو کې ورته والی لري د مثال په توګه دا چې دواړه ټول واک په لاس کې لري او دواړه د امریکا له اغېز پرته د څو قطبي نړۍ په اړه ورته نظر لري.

تمه ده د دې سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملګرتیا د لا پراخولو تړون لاسلیک شي.

په داسې حال کې چې کرملین د نړیوالو له خوا تر فشار لاندې دی، مسکو ته د چین د ولسمشر سفر د روسیې او د ښاغلي پوتین ښکاره ملاتړ بلل کېږي. له بلې خوا له چین سره د روسیې اړیکي تر هغې کچې پیاوړې دي چې په اوس وخت کې یې د مقاومت جوګه کولی شي.

د سولې د نوبل جایزې ګټونکی خبریال دیمتري موراتوف په دې نظر دی چې پوتین خپله ډله جوړول غواړي چې پر لویدیځې نړۍ باور نه لري او هېڅکله به پرې باور ونکړي.

نوموړی وايي: “پوتین د ملګرو په لټه کې دی او هڅه کوي روسیه د چین، هند او لاتیني امریکا او افریقا له ځینو هېوادونو د جوړ پیاوړي ایتلاف یوه برخه وګرځوي، پوتین د لویدیځ جبهې رامنځته کول غواړي.”

ښکاره ده چې دا ډول سفرونه د اوکراين په جکړه خپل جوت اغېز لرلی شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button