نړیوال خبرونه

د چین یو ښار ډیر شمېر اوسېدونکي په نیمه شپه قرنطین شوي

د چین په شي یان ښار کې په نیمه شپه د یو شمېر ځايي اوسېدونکو له کورونو ایستل کېدو او قرنطین مرکزونو ته لېږدول کېدو چارې اندېښنې راپورته کړې دي. شي یان دا وروستیو کې په چین کې د کووېډ خپرېدو مرکز بلل کېږي او چارواکو یې د مخنیوي لپاره سخت اقدامات کړي دي.

د دې ښار ټولو ۱۳ میلیونه اوسېدونکو ته ویل شوي چې کورونو کې پاتې شي او د خوراکي توکو اخیستلو لپاره هم بهر ته د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.چارواکي هیله من دي چې د نوي سپوږمیز کال او راتلونکي میاشت بیجینګ اولمپیک سیالیو له پیله مخکې به وبا له منځه یوسي. بل لور په شي یان کې د وېروس خپرېدو مخنیوي په پار سختو حکومتي اقداماتو پر خواله رسنیو د شکایتونو یوه غوغا رامنځته کړې ده.

چینايي چارواکي خواړه د خلکو دروازې ته وروړي، خو یو شمېر ځايي اوسېدونکي شکایت کوي، چې د اړتیا وړ پوره توکي یې نه دي موندلي او یا له سره هېڅ نه دي ورکړل شوي.

نور یی ولوله | یوې ښځې ځان د الوتکې په تشناب کې قرنطین کړی

تازه، د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د شي یان ښار سویلي مینګدي اته ینګلي ښارګوټي اوسېدونکي وايي، نیمه شپه ورته وویل شول، چې له کورنو ووځي او قرنطین مرکزونو ته لاړ شي. رپوټونو کې ویل شوي، د دې سیمې په هکله چارواکو ته دا وروستیو کې معلومه شوې، چې د کووېډ ناروغان پکې شته. د چین ډېر شمېر رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د کورونا له معاینې وروسته ځايي خلک سره ګډ شوي وو.

که څه هم تر اوسه معلومه نه ده، چې څومره خلک له کورونو ایستل شوي، خو د خواله رسنۍ یوه کارن لیکلي، د ښارګوټي څنګ ته یې نژدې ۳۰ بس ګاډي ولیدل چې د خلکو لېږدولو لپاره استول شوي وو

یوه بل کارن بیا ادعا کړې چې نژدې ۱۰۰۰ کسان دې مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

یو شمېر ځايی کسانو ویلي، تر څو ساعتونو پورې په بسونو کې منتظر ساتل شوي وو.

رپوټونو کې ویل شوي، قرنطین مرکزونو ته لېږدول شویو خلکو کې د لوی عمر کسان، ماشومان او مېندوارې مېرمنې هم شاملې وې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button