نړیوال خبرونه

یوې ښځې ځان د الوتکې په تشناب کې قرنطین کړی

امریکا کې یوه ښوونکې وايي، په الوتکه کې د سفر پر مهال ورته معلومه شوه، چې پر کووېډ – ۱۹ اخته شوې او له هغه وروسته یې پنځه ساعته د الوتکې په تشناب کې ځان قرنطین کړی و ماریسا فوتیو وايي، د دسمبر پر ۲۰ یې له شیکاګو ایالته ایسلنډ ته سفر کاوه، چې په مرۍ کې یې درد محسوس کړ

له هغه وروسته نوموړې ټول پنځه ساعتونه سفر د الوتکې په تشناب کې وکړ، او د خدمې کارکوونکو همالته خوراک، څښاک ورکول تر اوسه معلومه نه ده، چې دې ښځې الوتکې ته له ختو مخکې د کورونا معاینې سند وړاندې کړی و او که نه

اغلې فوتیو چې اصلاً د میشيګن ایالت اوسېدونکې ده، هغي په دې هکله وویل:دا نو د لیونتوب یوه تجربه وه، خو په الوتکه کې نژدې ۱۵۰ کسان ناست وو او وېره مې دا وه، چې دوی ته ناروغي خپره نه کړم هغه ویډیويي کلیپ چې نوموړې د ایسلنډ جیټ الوتکې په تشناب کې ثبت کړی او پر خواله رسنۍ ټېک ټاک یې خپور کړې، له څلور میلیونو ډېرو کسانو کتلی دی نوموړې د الوتکې خدمې یوې ډېره ستاینه کړې، چې هلته تشناب کې یې ورسره مرسته کوله

نور یی ولوله | د افغان نجونو او ښځو چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وټاکل شوه

نوموړې زیاته کړه:

”هغې داسې هر څه راکړل، چې په پنځه ساعته سفر کې مې ورته اړتیا درلوده، بیا پرلپسې راتله او زما احوال ېې اخیست نوموړې وايي، ایسلنډ ته له رسېدو سره سم یې ځان د سره صلیب یوه روغتون کې قرنطین کړ

اغلې فوتیو داسې حال کې له دې وضعیت سره مخامخ شوې، چې د کورونا وېروس نوې بڼې اومېکرون له خپرېدو سره متحدو ایالتونو کې د کووېډ – ۱۹ ناروغانو شمېر پرلپسې ډېرېږي کارپوهان وايي، د وېروس دې بڼې علامات د نورو هغو پرتله نرم دي، خو په چټکۍ سره له یوه انسانه بل ته رسېږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button