نړیوال خبرونه

د ډاکټر فضلي تازه څرګندونې

دډاکټر فضلي تازه څرګندونې. د هېواد د چارو ادارې مشر ډاکټر فضل محمد فضلي ملي تلویزیون سره انټریو کې دافغانستان د اوسني وضعیت، سولې او د فعلي حکومت په اړه خبرې کړي چې مهم ټکې يې په لاندې ډول دي.

ښاغلي فضلي د خپلو خبرو په اول کې خپل صلحیتونو ته پهاشاره کې ویلي چې د ولسمشر د یوه مامور په توګه د اصلاحاتو بهیر د تعقیب او عملي کیدو دنده لرم. خوشبینان اصلاحاتو ته د بنسټ جوړیدو او بدبینان د قبر کیندلو په سترګه ګوري. هغوی چې اصلاحاتو نه زیانمنیږي، طبیعي ده چې زما په مخالفینو بدلیږي، دا د حیرانۍ وړ نه ده.هغه داراز د سولې په اړه ویلي چې که طالب سوله کوي، په نظام کې شاملیدو ته یې چمتو یوو. د وینه توییدو د دریدو لپاره انعطاف کوو،

هغه ویلي که طالبان په راتلونکي کې د یوه سیاسي جریان په توګه مطرح کیدل غواړي، په ټاکنو کې دې برخه واخلي.نوموړي زیاته کړه د اوسني نظام دوام حتمي دی، دفاع یې کوو، راتلونکي زعیم ته اقتدار د ټاکنو له لارې لېږدوو.هغه وویل د افغانستان د بې نظامه کیدو لپاره د موقت حکومت طرحې له ۱۳۶۰ راپدېخوا په یوه ګاونډي هېواد کې جوړیږي. اوسنۍ طرحه هم یو تش کاغذ دی، کوم معقولیت نه لري او هیڅ سیاستوال یې د دفاع جرئت هم نشي کولای.

فضلي وویل د سولې خبرو بیا پيل ته هیله من یم، هغه که دوحه کې وي، یا بل چیرته. د اوسنۍ کشالې حل ته له سوله ییزې لارې ژمن یوو او عملاً کار کوو.ښاغلي حکمتیار د جمهوري ارزښتونو په رڼا کې، هغه هم له جمهوري رسنیو څخه په استفادې نامسوولانه ګواښونه کړي، خو د ملت ځواب ورته ټولو ولیده.

fb img 1613620416668

ډاکټر فضلي د اوسني حکومت د لاسته راوړنو په اړه وویل ولسمشر غني د تېرو ۴۰ کلونو یوازینی ولسمشر دی، چې وسله وال مخالفین یې بې قید و شرطه سولې ته وبلل. حکمتیار صاحب یې ټولو نظامونو سره د مخالفت باوجود سولې ته راضي او په ۴۰ کلن تاریخ کې یې په لومړي ځل درې ورځینی عملي اوربند تامین کړ.چې دا د اوسني حکومت لپاره یوه لویه کامیابي ده.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button