هنر او ادب

د ښځو د شونډو د بڼي بدلول؛ بریتانیا کې پرې د سختو مقرراتو لګولو غوښتنه شوې

که څه هم په لویدیځه نړۍ کې نن سبا د شونډو د بڼې بدلول په سینګار بدل شوي او دا کار په ښځو کې په زیاتیدونکي ډول مشهور شوی، خو د ډېرو ښځو لپاره بیا د درد او په خپله ظاهري بڼه د شرمېدلو لامل هم شوی دی

بریتانیا کې هم ډېری ښځې د پیچکارۍ په مرسته چې له بېلابېلو موادو پکې کار اخیستل شوی وي خپلې شونډې پړسوي او بڼه یې بدلوي.

کله چې ۲۲ کلنې هیریت ګرین د خپلو شونډو د بڼې بدلولو لپاره د ښکلا یوه سالون ته لاړه ډاډ ورکړل شو چې د پیچکارۍ په مرسته به یې د شونډو پړسوب او د بڼې بدلون لنډمهالي وي او د وخت په تېرېدو سره یې پړسوب بېرته کمېږي.

خو درې میاشتې وروسته لا هم د هیریت شونډې دومره پړسېدلي چې خپله خوله سمه نه شي بندولی.

هریت د پیچکارۍ په مرسته خپلې شونډې جراحي کړې وې خو اوس د خپلو شونډو عادي حالت ته د راوستلو لپاره باید د جراحۍ درې عملیاتونه وکړي چې شاوخوا ۷۰۰ پاونډه لګښت پرې راځي.

نور ولولئ: افغان ډاکټر په وړیا توګه د څه باندې ۴۰۰ تالو چاکو ماشومانو عملیات کړي

هغه وايي:” شونډې مې ډېرې خوږېدې، کلکې شوي او ډېرې پړسېدلي دي. زه آن نه شم کولی چې دواړه سره راټولې او خوله مې بنده کړم.”

هریت وايي: ځان یې کم احساساوه او پر ځان باور یې ټیټ و خو چې پر ټيک ټاک او انسټګرام یې د شونډو د بڼې بدلولو ډېرې ویډیو ګانې ولیدلې فکر یې وکړ چې د دې کار په ترسره کولو به یې دا حس کم شي او پر ځان باور به یې لوړ شي.

دا ستونزه ورځ بلې ته جدي کېږي

هریت ۱۶۰پاونډه لګولي و چې خپلې شونډې وپړسوي خو اوس یې د بېرته سمولو لپاره له ۷۰۰ پاوڼډو ډېر پرې لګولي دي.

د هیریت شونډې د ډاکټر صبا راجا له خوا چې د انګلنډ په نورویچ ښار کې د ښکلا کلینیک لري بېرته جوړې شوې.

ډاکټر راجا ډېر پیرودونکي لري چې د ښکلا جراحۍ له ناکامه عملیاتو وروسته ورته راځي.

نوموړی دا وضعیت “په رښتیا د اندېښنې” وړ یادوي.

د دایمي ړندېدو شونتیا شته

د بریتانیا د پوټکي د ناروغیو تشخیص ټولنې ډاکټره تامارا ګریفیس په دې باور ده چې د د پړسولو عمل یوه جدي ستونزه ده ځکه چې هر څوک یې پیچکاري کوي‌ او د ښکلا د نورو عملیاتو پرتله خورا ډېر خطر لري.

آغلې ګریفیس وايي:” دایمي ړندېدل د دغو پرسولو یو احتمالي خطر دی چې په برتانیا کې یې ځينې پېښې ثبت شوي دي او د رګونو بندښت یې یو بل احتمالي خطر دی.”

له یوې لسیزې راهیسې د پوټکي د ناروغیو متخصصین د دې کار د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښمن دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button