نړیوال خبرونه

د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي تګلارې ګواښمنې وبلل شوې

د امیري او امینې په ګډه لیدنه کې د ښځو پر وړاندې طالب تګلارې ددوی حقونو له ګواښه ډکې وبللې

په داسې حال کې چې د قطر پلازمېنه دوحه سبا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونه سازمان په کوربه‌توب د یوې مهمې غونډې کوربه ده، د نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګرې استازې رینا امیري د دې سازمان د سرمنشي مرستیالې امینې محمد سره د افغان مېرمنو وضعیت په اړه ليدلي.

مېرمن امیري د جمعې په ورځ د فبرورۍ په ١٦مه په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، دواړه په دې موافق دي چې د افغان ښځو پر وړاندې سختې تګلارې په سیمه او بهر کې د ښځو حقونو ته ګواښ دی.

د دوحې په غونډه کې چې د فبرورۍ په ١٨مه او ١٩مه د ملګرو ملتونو سازمان په کوربه‌توب او د یو شمېر هېوادونو د استازو په حضور کې ترسره کېږي، ټاکل شوې چې رینا امیري هم په کې ګډون وکړي.

د دوحې د غونډې په اړه د افغان مېرمنو نظر

یو شمېر افغان نجونې او مېرمنې وايي، په دې غونډه کې باید د افغان مېرمنو استازي، طالبان د افغان نجونو او ښځو د بنسټيزو حقونو د نقضولو له امله ځواب ویوونکي وګرځوي.

له ښوونځي بې برخې شوې یوه زده کوونکې فاطمه وایي: “په دې غونډه کې باید د افغانستان پر ټولو مسایلو په ځانګړي توګه د ټولو افغان مېرمنو پر ستونزو بحث وشي، موږ د مشارکت حق ولرو، د تحصیل حق ولرو، د کار کولو حق ولرو، د تفرېح حق ولرو او د باندې وتلو حق ولرو.”

نور ولولئ:  افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

نور ولولئ: رینا امیري وايي چې طالبان بیاد د ښځو پر وړاندې ناوړه چلند ځواب ووايي

ګلرخ ارمل، چې د طب پوهنځي محصله وه او اوس په کور ناسته ده، ازادي راډیو ته یې وویل: “د ښونځیو په اړه باید پوښتنه وشي چې تر کله پورې تړلي پاتې کېږي او کله به دوی موږ د لوړو زده کړو د پر مخ بیولو اجازه راکړي. د دوی نه باید د دې پوښتنه هم وشي چې دا نجونې چې له ښار او بازاره ټولوي ولې یې ټولوي؟”

afghan women
رینا امیري او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد

د دوحې په ناسته کې د افغان مېرمنو ګډون

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې په دې غونډه کې به افغان مېرمنې هم ګډون وکړي ځکه د هغوی د غږونو اورېدل ډېر اړين دي.

د دوحې په غونډه کې د طالبانو استازو ته هم بلنه ورکړل شوې، خو یو شمېر افغان مېرمنې د طالبانو حضور په دې غونډه کې غندي او دا طالبانو سره د نړۍ د تعامل عادي کول بولي.

د ښځو د حقونو فعاله نسرین حمیدي ادعا کوي وایي: “دا غونډه طالبانو ته د سټېج ورکولو او د افغانانو په ځانګړي توګه د افغان مېرمنو له پامه غورځول دي.”

له یوه کال نه په کمه موده کې په دوحه کې دا د ملګرو ملتونو سازمان په کوربه‌توب دوهمه غونډه ده، په تېرې غونډه کې چې د تېر کال د مې په میاشت کې جوړه شوې د طالبانو د حکومت استازي نه وو وربلل شوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button