نړیوال خبرونه

د کابل امنیت خرابېدو وروسته د کابل د امنیت مسؤلیت امرالله صالح په غاړه اخلي

د کابل امنیت خرابیدو وروسته د کابل د امنیت مسؤلیت امرالله صالح په غاړه اخلي د کابل ښار کې تر بل هر وخت ډیر اوس مهال جنايي جرمونه غلاوي او نور جنایتونه مخ په زیاتېدو دي. او حکومت په دې کوشش کې دی چې د کابل امنیت بیرته د پخوا په شان کړي

دځينې سرچینیو له مخې افغان ولسمشر خپل اول معاون ته دنده سپارلې ترڅو د کابل د پیښو ارزونه وکړي او دا مسؤلیت د لږ وخت لپاره پر خپله ذمه واخليپه ورته وخت کې د دې دندې سپارلو وروسته امرالله صالح هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل او خلکو د امنیت د تامین لپاره په خپل قاموس کې د جنایت کارانو لپاره د ترحم او مصلحت توری نلرم او په هيڅ چا به رحم ونکړم.

ښاغلي صالح له خلکو غوښتي چې بغیر له ویرې له هرې  لارې چې کیدلای سي باید خپلو امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي ترڅو بې له ځنډه مجرمین ونیول سيښاغلي صالح په پوځي برخه کې پوره کاپي تجربه لري هغه کلونه د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس او د لنډې مودې لپاره د افغانستان د کورنیو چارو وزیر پاتي سوی هغه خلکو ته ډاډ ورکړی چې د کابل امنیت به سمیږي او کابل خپل پخواني حالاتو ته رازي.

د هېواد د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو په اساس په تیرو څو ورځو کې پولیسو د کابل ګوټ ګوټ کې د امنیت ساتلو په موخه هڅې زیاتې کړي او پر مهال لسګونه  اوباشان اومجرمین نیول سوي او د قانون منګلو ته سپارل سويد کابل امنیت تر بل هر وخت اوس د خلکو لپاره د اندېښنې وړ دی او دولت دا ګام پر داسې مهال اخلي چې تیره ورځ هم ولسمشرۍ ماڼې غوښتنه کړې وه چې د کابل امنیت لپاره باید له ټکنالوژۍ کار واخیستل شي او امنیت باید ټینګ شي. ترڅو جان او مال هم په امن کې وساتل شي.

په کابل کې لاسي ګاډۍ والو، او یو شمېر نورو کسانو د پایو مټریک پروسه هم  پیل شوه چې د مسؤلینو په خبره د امنیت د ښه والي لپاره يې یو ګام پورته کړ.اوس باید کابل کې امنیتي جوزې هم خپل اقدامات وکړي ترڅو د کابل امن نور هم ټینګ شي. او د خلکو جان او مال پکې خوندي وي. او کابل ښاریان په ازاده فصا کې تګ راتګ وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button