سیاست

د کابل او اسلام‌اباد پر خبرو ټینګار؛ د پاکستان د پخواني سفیر غوښتنه

منصور احمد خان د کابل او اسلام‌اباد پر خبرو ټینګار کړی او د امنیتي اختلافاتو د حل او سوداګریزو لارو د پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان د کابل او اسلام‌اباد پر خبرو ټینګار کړی او له پاکستانه یې غوښتي چې د پوځي اقداماتو او فشار پر ځای له افغانستان سره د خبرو له لارې خپل اختلافات حل کړي.

خان ویلي، پاکستان باید له افغانستان سره ګډ کار وکړي، څو د دواړو هېوادونو امنیتي اندېښنو ته د متقابلې همکارۍ له لارې د حل لاره وموندل شي.

د هغه په وینا، د امنیتي ستونزو هواری له کابل سره خبرو او ګډو هڅو ته اړتیا لري.

د کابل او اسلام‌اباد پر خبرو ټینګار او د امنیتي اختلافاتو حل

د پاکستان پخواني سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو اختلافاتو د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو لارو پر خپلولو ټینګار کړی دی.

منصور احمد خان په دې باور دی چې اسلام‌اباد باید له کابل سره د امنیتي اندېښنو په اړه خبرې وکړي او د اختلافاتو د هواري لپاره د ګډې همکارۍ زمینه برابره کړي.

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو د هواري لپاره د یوې ستراتیژیکې هوکړې لاسلیک هم اړین بللی دی.

د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستلو غوښتنه

دغه پخواني پاکستانی ډیپلوماټ د امنیتي اختلافاتو د حل ترڅنګ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستلو غوښتنه هم کړې ده.

د سوداګریزو لارو پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د عادي کېدو لپاره اهمیت لري.

د منصور احمد خان له لوري د کابل او اسلام‌اباد پر خبرو ټینګار په داسې حال کې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي او سیاسي اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم په وار وار ویلي چې غواړي له پاکستان سره شته اختلافات د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

خو د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي کړکېچونو د اختلافاتو د هواري لپاره ډیپلوماټیکې هڅې له خنډونو سره مخ کړې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button